د 'نوي کابل بانک' پېرونکی بهرنی شرکت اعلانیږي

Image caption کابل بانک په ۲۰۱۰ کال د دیوالي کېدو له کبله له څپ څپانده او مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ شو.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نوي کابل بانک د پېرلو لپاره یې د دوو رضاکارو بهرنیو شرکتونو اسناد ارزولي، چې بریالی هغه به یې ډېر ژر اعلان کړي.

ظاهراً د "کرو کپیټل پارټنرز" په نامه یو شرکت، چې مرکز یې په عربي متحدو اماراتو کې دی، په دې ارزونه کې ډېر امتیاز ترلاسه کړی او د کابل بانک د پېرلو لپاره یې ډېرې پیسې منلې دي.

د نوي کابل بانک بل رضاکاره امریکایی "سي بي جي ای" شرکت دی، چې د لومړني هغه پرتله یې لږ امتیاز په برخه شوی.

که څه هم د نوي کابل بانک پېرونکی بریالی شرکت اعلان نه شو، خو چارواکي وايي، چې د افغانستان کابینه به ګټونکی شرکت مشخص کړي.

وړاندې د مالیې وزارت چارواکو ویلي وو، چې د نوي کابل بانک داوطلب ګټونکی شرکت د ولسمشرۍ له خوا مشخصېږي، خو ښکاري چې "کرو کپیټل پارټنرز" شرکت د کابل بانک د پېرلو لپاره ۲۸،۵ میلیون ډالر وړاندیز کړی.

اوس د دواړو شرکتونو اسناد کابینې ته استول کېږي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس محمد اقا کوهستاني چې کابل کې یې خبریالانو د دواړو شرکتونو د ارزول شویو اسنادو په اړه معلومات ورکول وویل، دواړو شرکتونو د نوي کابل بانک د پېرلو لپاره ۲۰ میلیون ډالر وړاندیز کړی.

خو د نوموړي په وینا، "کرو کپیټل پارټنرز" شرکت د امتیاز ترلاسه کولو لپاره اته نیم میلیون نور ډالر منلي، چې د "سي بي جي ای" شرکت پروړاندې ظاهراً ګټونکی ښکاري.

سي بي جي ای شرکت ایله د یو میلیون نورو ډالرو وړاندیز منلی دی.

نوی کابل بانک د داوطلبۍ په لومړیو دوو پړاوونوکې ځکه ونه پېرل شو، چې یوازې یوه کورني شرکت یې د پېرلو داوطلبۍ کې ګډون کړی و.

کابل بانک په ۲۰۱۰ کال د دیوالي کېدو له کبله له څپ څپانده او مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ شو.

همدا وو چې د افغانستان په خصوصي مالي برخه کې دغه بانک پر "نوي کابل بانک" واوښت او کنټرول یې د افغانستان د حکومت په لاس کې شو، چې تر اوسه دوام لري.

اوس ویل کېږي چې دغه بانک لاهم له څپ څپانده اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی، خو حکومت په دې اند دی، چې په پېرلو یې شاید اقتصادي حالت ښه شي.

ورته مطالب