ولسي جرګې د تنباکو مخنیوي قانون ونه شو منلی

Image caption ولسي جرګې د تبناکو او دخانیاتو د مخنیوي پر قانون بحث وکړ

د افغانستان ولسي جرګه د نصاب د نه بشپړېدو له امله ونه توانېده چې د تمباکو او دخانياتو د مخنيوي قانون مسوده تصويب کړي.

دغه طرحه چې پنځه څپرکي او ۲۵ بندونه لري په سرپټو ځايونو کې یې د تمباکو کارول منع کړي دي.

د دغې طرحې پر بنسټ د ماشومانو له لوري د تمباکو اخيستل منع دي او له رسنيو هم غوښتل شوي، چې د سګرټو او تمباکو ضد اعلانونه وړيا خپاره کړي.

لکه چې عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، د سګرټو، چلم او نصوارو د کارولو د کنټرول طرحه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د وزيرانو شورا له لوري ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د ولسي جرګې د روغتيايي چارو کمېسيون په دغه مسوده کې له يو لړ بدلونو وروسته، دغه طرحه د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.

په مسوده کې راغلي چې د سګرټو واردونکي دې د سګرټو د ډبي پر شا هغه زيانونه وليکي او دغه راز ماشومان نه شي کولای د سګرټو پېر او پلور وکړي.

د قانون په دغه طرحه کې د سګرټو اعلانونه منع شوي او رسنۍ مکلفې شوي چې د سګرټو ضد اعلانونه وړیا خپاره کړي.

د قانون دغه طرحه د ولسي استازو له تود هرکلي سره مخامخ شوه، او پرته له قید او شرطه يې د هغې د تصويبېدو غوښتنه وکړه.

خو د ولسي جرګې يو شمېر نورو استازو ويل چې په دغه مسوده کې نيمګړتياوې شته.

د دوی دلیل دا و چې په سرپټو ځايونو کې سګرټ څکول بند شوي او سرخلاصو ځايونو کې يې خلکو ته د استعمال اجازه ورکړل شوې ده.

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد وایی، "تمباکو اسلام حرام ګرځولي او بايد په ټولو ځايونو او هر حالت کې يې څکول بند شي."

خو ځينو نورو وکیلانو ويل چې په اسلامي هېوادونو کې هم ورته قوانين شته او په يو ځلې نشي کېدلی د تمباکو کارول منع شي.

د دوی ځينو بيا ټينګار کاوه، د سګرټو پر وارداتو دې ماليه لوړه شي چې په بازار کې کم شي.

خو له بحثونو سره سره دغه طرحه په قانون ځکه بدله نه شوه، چې په ولسي جرګه کې د وکیلانو نصاب بشپړ نه و.

ورته مطالب