افغان حکومت سعودي ته د کارګرو په اړه پلاوی لېږي

افغان حکومت په سعودي کې د افغان کارګرو د ستونزو د هوارولو په موخه هغه هېواد ته يو پلاوی استوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې سعوي د یو شمېر بهرنیو کډوالو پر وړاندې چاپېریال تنګ کړی دی.

په کابل کې د بي بي سي خبريال مصطفی سالک په دې اړه خپل راپور کې وايي تر اوسه سعودي عربستان ته د دغه تلونکي پلاوي د تللو کره نېټه نه ده جوته شوې،خو موخه يې څرګنده ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي چې پلاوی به د هغو ستونزو هوارولو هڅه کوي چې افغان کارګر ورسره اوسمهال په سعودي کې لاس او ګریوان دي.

ښاغلي موسی زي وویل چې د بېلو دولتي بنسټونو استازي به په دغه پلاوي کې ګډون ولري.

"عربستان پرېکړه کړې چې د بهرنيو کارګرو په اړه خپلې کړنلارې بدلې کړي، نو افغان دولت هم پرېکړه وکړه چې له بېلابېلو دولتي ادارو نه یو ګډ پلاوی سعودي ته ولېږي، چې هلته له اړوندو چارواکو سره د افغان کارګرو د ستونزو حل کې خبرې وکړي، او اړين ګامونه واخلي."

اوس پوښتنه دا ده چې افغان کډوال او کارګر په سعودي کې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

يو تن افغان وګړی عزیز الرحمان حنیف شیرزاد چې نوی نوی له سعودي نه افغانستان ته ستون شوی، له بي بي سي سره د خبرو پر مهال يې وویل چې په دغه هېواد کې د کفالت نظام دود دی، او په وینا یې يو بهرنی کارګر حق نه لري چې پرته له خپل کفیله له بل چا سره کار وکړي.

ښاغلي شیرزاد وویل که داسې وکړي نو درنه جریمه به پرې کوي او له سعودي به هم شړل کېږي.

"کوم کس چې کفيل لري، مجبور او مکلف دی چې له همغه سره کار وکړي، که له بل چا سره کار وکړي، په نوي نظام کې يې دا خبره را ايستلې چې دغه سړی به سفر کوي او هغو سعوديانو ته به جرمانه ورکوي. په جرمانه کې له زندان نيولې تر نغدې جريمې بوره سزا ده. داسې اټکل کېږي چې نغدي جريمه له شلو زرو ریالو نيولې تر يو لک پورې رسېږي"

ښاغلي شیرزاد وویل چې اوس د پخوا په پرتله د دغه هېواد د ویزې موده هم په ګرانه بیه غځېږي یانې په وینا يې دا بیه له ۷۰۰ ریالو نه ۴۰۰۰ ریالو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې ګڼ افغانان په پاکستانیو پاسپورټونو سره سعودي ته تللي چې اوس يې په افغان پاسپورټونو بدلول يو لوی سرخوږی دی.

سعودي یو له هغو هېوادونو دی چې زرګونه افغان کارګر په کې پر بېلا بېلو دندو بوخت دي.

ګڼ شمېر افغانان او په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو اوسېدونکي په سعودي عربستان کې هوټلونه، پلورنځي او سوداګریز فعالیتونه لري او یو شمېر نور د دغه هېواد له وګړو سره پر کار بوخت دي.

سربېره پر دې هر کال ځینې افغان حاجیان هم تر مراسمو وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته نه ستنيږي او هلته پاتې کیږي.

بهر ته د تلو او هلته پاتې کېدو عمده لامل په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی او کموالی بلل کېږي.

ورته مطالب