پر نجلۍ تېري کوونکي ته ۲۰ کاله بند ورکړای شوی

Image caption پر دغې نجلۍ دوه اوونۍ وړاندې شاجوی کې جنسي تیری شوی

د افغانستان په سويل کې پر یوې ماشومې نجلۍ جنسي تیري کونکي ته د ۲۰ کاله بند سزا ورکړای شوې ده.

دغه سزا د زابل يوې محکمې د پرانستې محاکمې پر مهال تورن کس ته واوروله.

د جنسي تيري دغه پیښه دوه اوونۍ وړاندې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

د محکمي په پرانیستې غونډه کې چې د دولتې ادارو د مشرانو ترڅنګ د رسنیو استازو هم ګډون درلود، تورن کس پر خپل جرم اعتراف وکړ.

ده ته د قاضي له لوري د ۲۰ کاله بند ترڅنګ د يوې ښځې د مهر د تاوان ورکولو نغدي سزا هم واوروله.

تورن ته د سزا ورکولو پېښه په روان کال کې په زابل کې د خپل ډول لومړې پیښه بلل کیږې.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ماشومانو جنسي تيري شوي، خو تر اوسه يې عاملينو ته سزا نه ده ورکړای شوې.

په هرات ولايت کې په يوه ورته پېښه کې پر يوه ماشوم د يوه سړي له لوري جنسي تيری وشو، چې په پايله کې يې ماشوم مړ شو.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون او نورو مدني ټولنو پر ماشومانو او لويانو جنسي تېري غندلي او له حکومته غواړي چې عاملينو ته يې سختې سزاګانې ورکړي.

خو د دغو پېښو دوام ته په کتو داسې برېښي چې حکومت پر مجرمينو د قانون په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.

ورته مطالب