''د افغانستان راتلونکې ټاکنې به رڼې وي''

Image caption ۷۸ سلنه پوښتل شويو ویلي پر بشري حقونو تېري کوونکو ته رایه نه ورکوي

په دغې نظر پوښتنې کې زیاتره مرکه کوونکو ویلي، هغه چا ته به رایه ورکړي چې له طالبانو سره سوله کوي او له امریکا سره مثبتې اړیکې ولري.

خوشحال تايب په خپل راپور کې وايي، د پوښتل شويو نیمايي کسانو یې بیا ویلي چې د ټاکنو په ورځ په خپلو ولسوالیو کې د امنیت په تړاو اندېښنه لري.

د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوملړ له خپرېدو راوروسته دا څلورمه نظر پوښته ده چې ترسره شوې.

د دغې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې ۷۷ سلنه ځواب ورکونکي ډاډه دي چې ټاکنې به رڼې او بې پرې وي.

په نظر پوښتنه کې له خلکو د نوماندانو د ملاتړ په اړه هم پوښتل شوي دي.

۸۹ سلنه کسانو ویلي هغه نوماند ته به رایه ور نه کړي چې د اداري فساد مخنیه لري.

۷۸ سلنه خلکو بیا ویلي پر بشري حقونو تېري کوونکو ته رایه نه ورکوي.

د دغې نظر پوښتنې یوه سمبالوونکې پامیلا هنتر وايي له خلکو د امنيت او اقتصاد په اړه هم پوښتلي دي.

دا وايي : ''حیرانونکې نه ده چې موږ امنیتی مسله د احتمالي رایه ورکونکو له خوا تر ټولو مهمه وموندله، چې باید نوی ولسمشر یې په پام کې ونیسي. اقتصاد او پوهنه په دویم کتار کې راځي''.

په نظر پوښتنه کې ۶۱ سلنه کسانو ویلي هغه نوماند ته به رایه ورکړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او ۸۵ سلنه کسان بیا وايي هغه نوماند ته به رایه ورنه کړي چې د ولسمشر کرزي ملاتړ له ځان سره لري.

له امريکا سره اړيکې

زیاتره مرکه کوونکو ویلي هغه نوماند ته رایه ورکوي چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري، او ځینې نورو یې ویلي د ټاکنو ګټونکی باید په هېواد کې یو شمېر بهرنیو ځواکونو ته ځای ورکړي.

دغه نظر پوښتنه د ګلېوم اسوشییتس په نوم یوې امریکايي ټولنې له خوا د آسیا څېړنیز مرکز په مرسته ترسره شوې ده.

په نظرپوښتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په مالي ملاتړ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۲۰۰ تنو سره مرکې شوې دي.

مېرمن هنتر وايي د دغې نظر پوښتنې موخه افغانانو ته د ډېرو معلوماتو ورکول دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو لپاره د بنسټیزو او نورو موادو په برابرولو بوخت دي.

Image caption ټاکل شوې راتلونکي پسرلي کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۱۱ نوماند سیالي سره وکړي

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور بي بي سي ته وویل د رایې ورکولو پاڼې چاپ شوي او ټاکل شوې چې ژر د کمیسیون مرکز ته ولېږدول شي.

د نوماندان شمېر کمول

ټاکل شوې په راتلونکي پسرلي کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۱۱ نوماند سیالي سره وکړي، خو داسې هڅې هم روانې دي چې د نوماندانو شمېر راکم کړای شي.

له نوماندانو سره د خبرو او بحث کمیسیون غړی اسدالله وفا وايي په دې اړه یې له ټولو نوماندانو سره لیده کاته کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم وايي د نوماندانو د نوملړ له خپرېدو راهیسې دوی ته د ولسمشرۍ نومانداو په وړاندې هیڅ شکایت نه دی رسېدلی، خو د ولایتي شوراګانو د نوماندانوپه هکله یې یو شمېر شکایتونه ثبت کړي دي.

د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني بي بي سي ته وویل که د کوم نوماند دوه ګونی تابعیت او یا هم په جنګي جرمونو او پر بشري حقونو په تیري کې ښکېلتیا ثابته شي، نو نوماندي به یې لغوه کړي.

ورته مطالب