'خبریالانو سره د زور زیاتي لسګونه پېښې ثبت شوې'

Image caption د اصلاحاتو لپاره د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې د رسنیو اغیز په سلو کې له دووه تر درې سلنې پورې و. نی

افغانستان کې د رسنیو ملاتړ اداره نی مسوولین وايي، دغه هېواد کې یې له خبریالانو سره د زورزیاتي لسګونه پېښې ثبت کړې دي.

دغې ادارې په یوه وروستي رپوټ کې ویلي، چې سږ کال افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي، اووه کسه ټپیان شوي او ۳۴ نور وهل ډبول شوي دي.

رپوټ کې وسله وال طالبان، دولتي مامورین، عام خلک او د خصوصي برخو مسوولین د دغه زور زیاتي عاملین بلل شوي. نور حال له کابله د نورمحمد سعید په رپوټ کې:

نی اداره وايي، د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ۷۶ پېښې شوې دي.

درې وژنې، اووه د ټپي کېدو ۳۴ د وهلو ډبولو او ۲۶ نورې د ګواښنې او سپکاوي پېښې دي.

سماني دنیا ذاکري، په پروان کې د یوې محلي راډیو خبریاله، محسن هاشمي په کاپیسا کې د یوې ځايي راډیو کارکونکی او مزمل په ننګرهار کې د یوې ځايي راډیو کارکونکی هغه خبریالان دي، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نی د افغانستان له قضايي او عدلي ارګانونو غواړی، چې د وژل شویو خبریالانو قضیې په جدي توګه وڅېړي.

د نی د رپوټ یوه برخه له خبریالانو سره د رسنیو د څښتنانو پر زورزیاتي مشتمله ده.

رپوټ زیاتوي، چې د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د رسنیو داخلي ستونزو دوام وکړ او په ځانګړې توګه د تصویري رسنیو قراردادونه د کار له قانون سره په مغایرت کې لاسلیکېږي.

په خپل سر او بې دلیله له کاره د خبریالانو ګوښه کول، له کاري حقونو د خبریالانو بې برخې ساتل او د رسنیو څښتنانو غیر معیاري نفوذ د رسنیزو کارونو لړ کې د خنډونو په توګه یاد شوي دي.

Image caption نی د افغانستان له قضايي او عدلي ارګانونو غواړی، چې د وژل شویو خبریالانو قضیې په جدي توګه وڅېړي.

نی دغه راز وايي، د اصلاحاتو لپاره د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې د رسنیو اغیز په سلو کې له دووه تر درې سلنې پورې و او وايي سبب یې د رسنیو له لوري د څېړنیزو رپوټونو لور ته لږ پام کول و.

نی په خپل رپوټ کې دا هم وايي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه تصویبېدل د دې کم کار اصلي سبب دی.

د نی په رپوټ کې د خبریالانو قضیو ته د څارنوالۍ مستقیم لاسرسي په باب هم نیوکه شوې او علت یې د رسنیزو مخالفو ارزونې د کمېسیون غیر قانوني فعالیت بلل شوی.

نی کاږي، چې د ملي شورا ژمنیو رخصتیو ته په پام سره باید ولسمشر اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تقنیني سند په توګه توشیح کړي او ملي شورا یې باید له راتلونکو ټاکنو مخکې تصویب کړي.

اوسمهال افغانستان کې نژدې ۱۰۰ ټلویزیونونه، ۲۰۰ رادیوګانې، ۲۰۰ چاپي رسنۍ او ۱۲ خبري اژانسونه فعالیت کوي.