"نا مسلکي چلند، مجرمان له اړينې سزا خوندي ساتي"

Image caption د وردګو والي وايي د ولایت امنیتي استازو، د څارنوالیو چارواکو، او د ښاري محکمې مشرانو ته باید د دوسيو څېړلو کاري ورکشاپ جوړ شي.

د وردګ ولایت د ښاري محکمې مشر ويلي له یو شمېر دوسيو سره نا مسلکي چلند د دې لامل ګرځي چې مجرمان له اړينې سزا خوندي پاتې شي.

نوموړی دا خبره تر هغې وروسته کوي چې د یاد شوي ولایت امنیتي چارواکو ښاري محکمه د مجرمانو د سزا کولو په برخه کې په ناغېړۍ تورنه کړه.

د وردګو والي بیا ویلي د ولایت امنیتي استازو، د څارنوالیو چارواکو، او د ښاري محکمې مشرانو ته باید د دوسيو څېړلو کاري ورکشاپ جوړ شي.

د ورګ ولایت د سيمه ییزو چارواکو په وینا د دغه ولایت امنیتي بنسټونو پر ښاري محکمې تور لګولی و، چې ګواکې د دوی له خوا نیول شوي تورن مجرمان، بېرته پرېږدي، او يا یې د یوه لنډ مهال لپاره بندي ساتي.

د یاد شوي ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي د ولایت د ښاري محکمې مشر قضاوتمند جمال الدین په غبرګون کې ویلي دي چې ګواکې د امنیتي بنسټونو له خوا له یو شمېر دوسیو سره نا مسلکي چلند د دې لامل ګرځي چې ځینې مجرمان له اړينې سزا خوندي پاتې شي.

له وردګ ولایت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ د ښاري محکمې مشر د امنیتي بنسټونو له خوا نیمګړې دوسيې ور استول د یاد شوي نا مسلکي چلند يوه بېلګه بللې ده.

د وردګ والي عبدالمجید خوګياڼي د ستونزې د هواري په موخه د حکومتولۍ او حاکمیت په نامه غونډې ته وویل چې ژر تر ژره باید د ملي امنیت او استناف څارنوالیو د استازو په ګډون امنیتي چارواکو او د ښاري محکمې مشرانو ته د دوسيو څېړلو يو روزنیز ورکشاپ جوړ کړل شي.

ورته مطالب