روسيې په افغانستان کې د کودتا راپورونه رد کړل

Image caption روسيه د دا ډول راپورونو خپرول د افغانستان او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو د خرابولو یوه هڅه بولي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په دغه هیواد کې یو شمیر میشتو افغانانو د افغان دولت پرضد د کودتا پلان جوړ کړی.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړی و چې په روسیه کې یو شمیر میشتو افغانانو د دغه هیواد د پارلمان له غړي او د سوسیال دیموکرات ګوند له مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي څخه غوښتي چې روسیه دې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره د دوی ملا ور وتړي.

له کابله د بي بي سي خبريال سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي د دا ډول راپورونو خپرول د افغانستان او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو د خرابولو یوه هڅه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ډیره چټکۍ هغه راپورنه رد کړل چې ګواکې په روسیه کې د افغان دولت پرضد کودتا ته ورته پلان په عملي کېدو کې د دغه هیواد مرسته غوښتل شوې ده.

په کابل کې خصوصي خبري اژانس پژواک د یوې سرچینې په حواله چې دې اژانس باورې بللې، راپور ورکړی چې څه موده وړاندې په روسیه کې یو شمیر میشتو افغانانو د دغه هیواد د پارلمان له غړي او د سوسیال دیموکرات ګوند له مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي څخه غوښتي چې روسیه دې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره د دوی ملاتړ وکړي.

خو په کابل کې د روسیې سفارت ویاند ستیپان انیکییف بي بي سي ته وویل چې د دې ډول راپورونو په خپرولو سره هڅه کیږي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې خرابې شي.

ښاغلی انیکییف:''د پژواک خبري اژانس له خوا د دې راپور خپرولو چې ګواکې په روسیه کې یو شمیر میشتو افغانانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نسکورولو لپاره د فدارتیفې روسیې د دوما مجلس له استازو سره کتلې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت حیران کړی. پژواک خبري اژانس باید له بې نومه سرچینې څخه ترلاسه شوي معلومات له خپرولو وړاندې ارزولې وای. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پژواک خبري اژانس د رپوټ په اړه هیڅ ډول اطلاع نه ده ترلاسه کړې''.

پژواک خبري اژانس په خپل راپور کې په روسیه کې د افغانستان له سفیر، د بهرنیو چارو له وزارت او له هغه روسیه میشتې افغان سره خبرې کړي چې ویل کیږي د دې پلان تر شا لاس لري.

په روسیه کې د افغانستان سفیر عزیز الله کرزي له روسي چارواکو سره د یو شمیر افغانانو د لیدلو په اړه بې خبري ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي چې هیڅ یوې رسمي سرچینې ددغې کتنې ترسره کیدل نه دي تایید کړي.

د پژواک په راپور کې ویل شوي چې د ملي حزب په نوم ګوند مشر غلام محمد جلال د روسیې د سوسیال دیموکرات ګوند له مشر څخه په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره د دغه هیواد د مرستې غوښتنه کړې. ملي ګوند د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت شوی دی.

ښاغلي جلال پژواک خبري اژانس ته ویلي چې له ولادیمیر ژیرینوفسکي سره یې کتلي خو زیاته کړې یې ده چې په دغې کتنې کې د سیاسي مسایلو په اړه خبرې نه دي شوي.

ورته مطالب