"له حکومته د کلکې فساد ضد مبارزې تمه مه لرئ"

Image caption له اداري فساد سره د مبارزې چارواکي وايي د فساد د زیانونو د پوهاوي پروګرامونو لمن به رسنیو ته هم وغځوي.

له اداري فساد سره د افغانې ادارې مشر وايي له فساد سره ځکه زغرده مبارزه نه کېږي چې حکومتي ادارې د مصلحتونو پر بنسټ جوړې شوې دي.

غلام حسین فخري چې نوې یې دغه دنده ترلاسه کړې وايي خلک باید د اداري فساد په وړاندې له افغان حکومته د کلکې مبارزې تمه و نه لري.

د دغې ادارې نوی مشر وايي افغان حکومت د سیاسي جوړجاړیو، قوم، ګوند او توکم پر بنسټ جوړ شوی دی او له هغو چارواکو چې په فساد کې ښکېل دي لږې پوښتنې ګروېږنې کېږي.

غلام حسین فخري په دې باور دی چې په اوسنیو حالاتو کې حکومت له اداري فساد سره زغرده مبارزه نه شي کولای.

ښاغلی فخري چې وړاندې تر دې د ملي امنیت ادارې مرستیال وو د سه شنبې په ورځ یې د ښوونځیو زده کوونکو ته د فساد د خبرتیا په یوې غونډې کې پر دولتي جوړښتو نیوکه وکړه.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل خلک باید د اداري فساد په وړاندې له افغان حکومت نه د کلکې مبارزې تمه و نه لري.

نو له اداري فساد سره د مبارزې لویه اداره څه کار کوي، ښاغلی فخري په دې اړه وايي د دوی اداره په فساد د ککړو چارواکو په اړه سندونه راټولوي چې په یوه مناسب وخت کې ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

"موږ او تاسې مجبوره یو چې له اداري فساد سره د مبارزې د یوه چاپېریال رامنځ ته کولو په تمه وا وسو خو په هر حال کې باید کار وکړو او په دې تړاو سندونه راټول شي، چې ښايي له مخې یې یوه ورځ له سرغړونکو سره حساب کتاب وشي."

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې، د فساد د پایلو په اړه زده کوونکو ته د پوهاوي تړون یو کال نور هم وغځاوه.

د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ وايي تر دې دمه تر ۷۰۰۰۰ ډېر زده کوونکي او شاوخوا ۱۹۰۰۰ ښوونکي د دې پروګرام له لارې د اداري فساد له ضررونو خبر شوي دي.

"موږ له اداري فساد سره د مبارزې ادارې په مرسته توانېدلي یو چې ۸۷۵ تنو ته روزنه ورکړو. دوی بیا توانېدلي چې تر ۱۹۰۰۰ ډېر کسان وروزي چې په پایله کې یې ۸۹۵ زره تنه زده کوونکي د اداري فساد له خطرونو خبر شوې دي."

په دې وروستیو کې د امریکا پرمختیايي ادارې یا یو اېس آی ډي په مرسته د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړي او ځینې حکومتي کارکونکي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تجربو شریکولو لپاره هند ته لېږل شوي وو.

د ودان موسسې له اداري فساد سره د مبارزې څانګې مشر حبیب الله بي بي سي ته وویل په هندوستان کې یې له اداري فساد سره د مبارزې له هڅو ډېر څه زده کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر وايي د فساد د زیانونو د پوهاوي پروګرامونو لمن به رسنیو ته هم وغځوي.

د هغه په وینا مهمه ده چې خلک په خپله د اداري فساد سره په مبارزې کې ونډه واخلي او د بډو له ورکولو ډډه وکړي.

ورته مطالب