د ۲۰۱۴ کال په پيل د امنیتي تړون لاسلیک نېټه پای ته ورسېده

Image caption د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک نېټه پای ته ورسېده خو لاهم نه دی لاسلیک شوی

د ۲۰۱۴ کال په پيل له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د امريکا له خوا ټاکل شوې موده پای ته ورسېده.

که دغه تړون لاسلیک نه شي، ښایي د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په اپرېل کې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې کېدونکې دي او په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۰۱ کاله راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالر او برتانیا د دې پيسو لسمه برخه لګولې ده.

لکه چې د بي بي سي کرولاین وايټ له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، تل داسې فکر کېده چې دا کال به د افغانستان لپاره د ننګونو او نا څرګند تیاوو کال وي.

په پسرلي کې به د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او د ناټو غړو هېوادونو ټول ځواکونه به په همدې کال کې له افغانستانه ووځي.

اوس مهال پنځه زره برتانوي ځواکونه په هلمند کې دي او د همدې کال ترپایه به ټول له هغه ځایه ووځي.

خو که چېرې افغان ولسمشر حامد کرزی له امریکا متحدو ایالتونو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لا سلیک نه کړي، ښایي د بهرنیو پوځونو د ایستلو بهیر ګړندی شي.

پر دې تړون مشورتي لویې جرګې هوکړه کړې وه چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایی پوځونو کمه شمېره پاتې کېږي.

د ولسمشر له لوري د دې تړون د لاسلیک نېټه تېره شوه خو لا هم متحد ایالتونه د تړون په ژر لاسلیک ټينګار کوي.

که چېرې ولسمشر دا تړون لاسلیک نه کړي، امریکا او ناټو ځواکونه ښایي له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

ځینې افغانان انېښمن دي چې دا به یاغیانو ته د ځواکمنېدو اشاره ورکړي او دا وېره شته چې له دې کال وروسته به د ناټو ځواکونو په نشتوالي کې امنیتي حالت خراب شي.

ورته مطالب