د جنورۍ ۱، د ګڼو فېسبوکي افغانانو د زوکړې ورځ

Image caption که څه هم د تېرو ۱۲ کلونو پرمهال افغانستان کې پام وړ پرمختګ شوی، خو لاهم د ماشومانو د زوکړې د ثبت لپاره معیاري سیستم نه دی جوړ شوی.

په افغانستان کې د یوشمېر کسانو لپاره نن (د جنورۍ لومړۍ نېټه) د زوکړې ورځ ده. شاید له دې کبله وي، چې ځینو کسانو ته د خپلې زوکړې دقیقه نېټه نه ده مالومه او دغه نېټه پر ذهن د پاتې کېدو لپاره اسانه ده.

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د وخت په لږ او ډېر توپیر ۲۰۱۴ کال په اورلوبو پیل شو، خو د ځینو افغانانو لپاره دغه شېبې د هغوی د زوکړې له ورځې سره برابرې دي.

په دې وروستۍ لسیزه کې، میلیونونه افغانان له هېواده بهر ته تللي، چې د خپلې زوکړې نېټې یې باید ټاکلې وای، ځکه چې هغه مهال په افغان پېژندپاڼو کې کال او عمر لیکل کېده.

خو په وروستیو کلونو کې افغانستان کې ژوند څه ناڅه ډیجیټلي شوی، او د کار څرنګوالی پر دقیقې نېټې پورې تړلی دی.

د دندې، وېزې او ان پر انټرنېټ د پاڼې او اکونټ جوړولو لپاره وړاندیز لیکونو کې باید د زوکړې کال، میاشت او ورځ ولیکل شي.

د زوکړې دقیقه نېټه

له دغو پاڼو یوه هم فېسبوک وېبپاڼه ده، چې د اکونټ جوړولو پرمهال له هر ګډون کوونکي د زوکړې دقیقه نېټه غواړي. خو دغه اکونټونه د دې لامل شوي چې د ګڼو افغانانو د زوکړې نېټه د جنورۍ لومړۍ نېټه وي.

د فېسبوک یو کاروونکی حمید وايي، کله چې د فېسبوک پاڼه ورته جوړېده، د زوکړې دقیقه نېټه نه وه ورته معلومه.

لیکوال پرتو نادري، سیاستوال فاضل سنچارکي، افغان هنرمند بصیر مجاهد او خبریاله نجیبه ایوبي هم له هغو کسانو دي، چې د زوکړې ورځ یې د جنورۍ له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.

شیما د فېسبوک یوه بله کاروونکې ده، چې وايي ځکه یې دغه نېټه د زوکړې ورځ ټاکلې، چې اسانه یادېدی او په زړه کېدای شي.

''دا د زوکړې اصلي نېټه نه ده، بلکې له دې کبله ده، کله چې سړی پر ټولیزو رسنیو پاڼه پرانیستل وغواړي، طبعاً د زوکړې د نېټې په ګډون ځینې دقیق څیزونه غواړي، او دا زموږ لپاره ډېره اسانه ده، چې کال او د جنورۍ لومړۍ نېټه خپله زوکړه ولیکو''.

د فېسبوک یوه بل کاروونکي میرویس حمیدي لیکلي، نه پوهېږي چې فېسبوک تېروتی او که رښتیا یې هم نن یې د ګڼو فېسبوکي ملګرو د زوکړې ورځ ده.

خالد قادري لیکلي، نن د ګڼو افغانانو د زوکړې ورځ ده، نه پوهېږم مبارکي ورکړم او که نه.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له کبله، لاهم د نویو زیږېدونکو ماشومانو د زوکړې د نېټې ثبتولو معیاري سیستم نه شته.

خو افغان حکومت په یوه نوي ګام کې د رسنیو له لارې د پیغامونو خپرولو په مټ هڅه کوي، چې خلک د خپلو ماشومانو د زوکړې د نېټو ثبتولو ته وهڅوي.

نه یوازې د افغانستان یو شمېر وګړو د جنورۍ لومړۍ نېټه د زوکړې ورځ ټاکلې ده، بلکې د یوه راپور له مخې، د ویتنام، سومالیا او سودان ځینو وګړو هم د کلونو جګړو او سیاسي بدلونونو له کبله د نویو زیږېدلو ماشومانو د زوکړې نېټې نه دي ټاکلې.

ورته مطالب