افغانان د ۲۰۱۴ کال په اړه څه وايي؟

Image caption ځینې افغانان په روان کال کې ټاکنو له امله اندېښمن دي.

۲۰۱۴ کال له ټولو اندېښنو سره چې د دې کال او په دې کال کې د کېدونکو مهمو سیاسي او امنیتي پېښو په اړه له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او خلکو سره شته دي، پیل شو.

هغه څه چې د دې کال په اړه یې له ټولو سره اندېښنې پیدا کړي، په دې کال کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې دي.

په دې کال کې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییزه توګه نوي منتخب ولسمشر ته د سیاسي واک لېږد او افغان دولت ته د امنیتي مسؤولیتونو انتقال دی.

د دې تر څنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک کېدلو په صورت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ګنګوسې هغه مساله ده چې ډېر افغانان یې اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکی عزیز احمد وايي په ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو د ده په وینا ستره ستونزه خراب امنیتي وضعیت دی.

نوموړی وايي افغان ځواکونه لا هم په یوازې سر د امنیتي مسؤولیتونو د پرمخ بېولو جوګه نه دي او د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

په تېر یوه کال کې همدې اندېښنو د افغانستان په اقتصادي وضعیت هم خپل اغېز درلودلی.

په تېر یوه کال کې یو زیات شمېر شرکتونه او فابریکې وتړل شوې او ځینو یې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړ.

د کورونو بيې ولوېدې او په ډېرو ښارونو کې پېر او پلور له بې ساري سوړوالي سره مخامخ شو.

دغسې د ۲۰۱۴ کال ډارونکی خوب را ورسېد.

یو شمېر له دغه شور ماشور سره وارخطا او ځیني نور بیا په ورین تندي د دغه کال هرکلي ته ورسېدل.

د ننګرهار اوسېدونکی شریف شاهین وايي دی ۲۰۱۴ کال ته ډېر خوشبین دی.

دی وايي اوس ډېر څه بدل شوي او هیله لري چې دا کال به د افغانانو لپاره د خوښیو او بریاوو کال وي.

په مجازي نړۍ کې هم د نوي کال د مثبتو پیغامونو او پوسټونو تله د منفي هغو په پرتله خورا درنه وه.

د ذبیح الله قرار په نوم یو تن په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکي د عددونو بدلول به زما په ژوند څه وکړي، که ۱۳ وي يا ۱۴، ماته هېڅ توپير نه لري.

د روح الله حبیبي په نوم یوه بل تن لیکلي د ۲۰۱۴ له نوم څخه یې موږ ته لویه بلا جوړه کړې وه خو زموږ ګران هېوادوال به د دوی دې بلا ته د تل لپاره ماته ورکوي.

د هدایت ساحل په نوم یوه بل تن ویلي چې ۲۰۱۴ کال راغی نو څه قیامت خو نه شو.

ورته مطالب