لوګر کې بمي چاودنې پنځه ملکي کسان وژلي

Image caption پولیس د پېښې په باب معلوماتو یو ځای کولو لپاره د چاودنې ځای ته تللي. دین محمد دروېش

د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه لوګر ولایت کې چارواکي وايي، یوې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه ملکي کسان وژلي دي.

دغه پېښه مازیګر نژدې څلور بجې رامنځ ته شوه او د چارواکو په وینا ۱۶ ملکي کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

د لوګر ولایت برکي برک ولسوال محمد رحیم امین بی بي سي ته وویل، ټپیانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

د ښاغلي امین په وینا چاودنه د برکي برک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي به وینا باروت په یوه موټر سایکل کې ایښي و، چې له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې وچاودېدل.

د لوګر والي ویاند دین محمد دروېش پېښه تایید کړه او وايي پولیس د پېښې په اړه د معلوماتو یو ځای کولو لپاره د چاودنې ځای ته تللي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

لوګر د پلازمېنې کابل په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت نسبتاً ناارامه ولایت دی، چې د افغان حکومت یو شمېر مخالفې ډلې یې په بېلو سیمو کې فعالیت کوي.

د کابل په سویل کې پروت د لوګر ولايت د کابل دروازه ګڼل کېږي چې څو مياشتې وړاندې په کې وسله والو د ازرې ولسوالۍ کلابنده کړې وه.

افغان حکومت شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې يو لړ عمليات وکړل، چې په لړ کې يې د ارزې ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.

ورته مطالب