هرات کې یوه چارواکې په ډزو وژل شوې

Image caption چارواکي وايي یلدا وزیري دوو تنو چې پر موټر سایکل سپاره و پر سر ویشتلې ده.

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې یوه ځوانه مېرمن نا پېژاندو وسله والو وژلې ده.

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت د ښاروالۍ د څلورمې ناحیې مشره یلدا وزیري وسله والو کسانو وژلې.

دا پېښه د پنجشنبې په سهار (د جدي ۱۲ او جنورۍ په دویمه) د هرات په پنځمې ناحیې کې شوې ده.

د دغه ولایت د ښاروالۍ چارواکو بي بي سي ته ويلي چې مېرمن وزیري پنځمې ناحیې ته د خپلې مور لیدو ته ورغلې وه چې له موټره د کښته کېدو پر مهال پرې ډزې شوې دي.

چارواکي وايي یلدا وزیري دوو تنو چې پر موټر سایکل سپاره و پر سر ویشتلې ده.

مېرمن وزیرې تر دې وړاندې د ښاروالۍ د ریاست د دفتر امره وه.

نوموړې د خپل کار تر څنګ په یوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زده کړې هم کولې.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې پر مېرمن وزیري چا ډزې کړې دي او د پېښې تر شا د چا لاس دی خو چارواکي وايي پلټه یې کوي.

هرات د افغانستان په لوېدیځ کې هغه ولایت دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په کې ډېرې دي.

همدلته شاوخوا دوې وړاندې یوه مېړه د خپلې مېرمن شونډې او پزه ور پرې کړه.

ورته مطالب