کاندیدانو له ولسمشره د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې د رڼو ټاکنو د تر سره کولو ضمانت وکړي.

د ناستې انځورونه

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ولاړ کاندید داود سلطانزوی له بي بي سي سره په کتنه کې وویل په نننۍ کتنه کې ولسمشرۍ ته ټول نوماندان، د دوی مرستیالان، د ټاکنو د تر سره کولو او شکایت اورېدو د کمسیون غړو او د کابینې ځینو غړو ګډون کړی و.

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ټولو کاندیدانو له ولسمشر کرزي سره د ټاکنو د روڼوالي په اړه خپلې انديښنې شریکې کړې دي.

دغو یوولسو کاندانو په ارګ ماڼۍ کې ولسمشر کرزي ته دا اندیښنه په ډاګه کړه چې ځینې دولتي چارواکي د یو شمیر کاندیدانو په ګټه ګمپاین ته ځانونه چمتو کوي.

د ولسمشرۍ کاندید داود سلطانزوی چې په دغه ناسته کې حاضر و وویل،"ښاغلي کرزي له ټولو کاندیدانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو رڼوالي لپاره ټول کاندیدان یوه کډه طرحه وړاندې کړي.

خو نوموړي زیاته کړه په دې اړه چې کاندیدان دې پر داسې طرحه هوکړه وکړي او هغه دې ولسمشر ته وړاندې کړي، ډېر خوشبین نه دی."

د ښاغلي سلطانزوی په وینا دا کتنه د ولسمشر په بلنه رابلل شوې وه.

په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو او زورواکانو د لاسوهنې تر څنګ د ټاکنو پر مهال او اوسنیو سیاسي حالاتو هم بحث وشو او ا ندېښنې په ډاګه شوې.

په پام کې ده چې ولسشمریزې ټاکنې درې میاشتې وروسته تر سره شي.

له امریکا سره امنیتي تړون

د دې کتنې په لړ کې له امریکا سره پردوه اړخیز امنیتي تړون هم بحث وشو.

لکه چې د نننۍ ناستې ګډونوال وایي، د ولسمشر کرزي خبرې په دې برخه کې ګټورې او مثبتې وې.

داود سلطانزوی وویل، په دې کتنه کې له امریکا سره په امنیتي تړون بحث وشو او ولسمشر کرزي وویل داسې نښې شته چې امریکا د تړون د لاسلیک په برخه کې د ده غوښتنو ته ور نېږدې شوې ده.

د ولسمشرۍ د ټاکنو یوه بل نوماند هدایت امين ارسلا هم وویل چې په دې کتنه کې له امریکا سره په امنیتي تړون بحث وشو خو زیاته یې کړه په دې اړه نور جزیات نه شي ورکولی.

خو ولسمشرۍ ته بل کاندید قطب الدین هلال وویل د نن ورځې د کتنې بحث په ټاکنو کې په رڼوالي راټول و او د ده په وینا له امریکا سره په امنيتي دوه اړخیز تړون مهم بحث ونه شو.

د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک موده ځنډېلې ده ځکه افغان ولسمشر خپل شرایط وړاندې کړي دي.

خو امریکایی چارواکو دا هم ویلي دي له افغانستان سره دا تړون د دې هېواد راتلونکی ولسسمشر هم لاسلیک کولی شي.

ورته مطالب