''د بګرام بندیانو څېړونکي پلاوي د هوکړه لیک خلاف کار کړی''

Image caption بګرام زندان د کابل په شمال کې د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د ځینو په وینا ''ډېر خطرناک بندیان'' په کې ساتل کېږي.

د تېر کال په اوړي کې افغان حکومت د بګرام زندان چارې پرغاړه واخیستې چې د افغان بندیانو شمېر نژدې څلور سوه کسان و.

امریکايي ځواکونو د بګرام زندانیانو د لاسوندونو د څېړنې جوړ شوی پلاوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک خلاف کار بللی، چې په وینا یې دغه پلاوی پخپل سر فعالیت کوي.

د امریکا حکومت یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې افغانستان کې د امریکايي زندانونو په باب د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیک پربنسټ، ټاکل شوي پلاوي د هېواد له ملي امنیت سره له غمغږۍ او سلا مشورې پرته د بندیانو د دوسیو په اړه ګام اخیستی.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د بګرام زندانیانو د لاسوندونو ارزوونکی پلاوی نامسؤول بللی او وايي، د بندیانو د دوسیو څېړلو کې د هغه پلاوي د هېڅ کوم یوه غړي نظر او پرېکړه پام کې نه ده نیول شوې، چې د کابل-واشنګټن ترمنځ د هوکړه لیک پربنسټ ټاکل شوی و.

د دغه امریکايي چارواکي په خبرو کې راغلي چې: ''د افغان څېړونکې ډلې اوسنی جوړښت د هوکړه لیک پربنسټ نه دی. یوازې د متقاعد قاضي عبدالکریم قانت او څارنوال عبدالشکور دادرس هغه یوه دوسیه څېړلې، چې څېړونکي پلاوي ته د ارزونې لپاره استول شوې وه''.

''پر دې سربېره، داسې نور شواهد هم شته، چې افغان څېړونکي پلاوي تر خپلې پرېکړې مخکې د ملي امنیت سپارښتنې پامې کې نیولې دي''.

د بګرام زندانیانو دوسیې د افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه پنځم نمبر فرمان له مخې څېړل کېږي، چې یو قاضي او دوه څارنوالان یې پکې غړي ټاکلي چې هره اونۍ باید ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل راپور ورکړي.

خو د دغه پلاوي یوه غړي عبدالشکور دادرس ویلي، چې د مشخصو مواردو د څېړلو پرمهال یې د ملي امنیت د ریاست په ګډون له ځينو اړوندو ادارو سلامشورې اخیستې دي.

د بګرام زندانیانو د دوسیو څېړلو د پلاوي دغه غړي دا هم ویلي، چې د بګرام زندانیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په اړه د امریکايي چارواکو او ایساف اندېښنې بې ځایه دي، چې په وینا یې ''دوی باید دغه هوکړه لیک سم ولولي''.

۸۸ بندیانو خوشي کوو

بګرام زندان د کابل په شمال کې د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د ځینو په وینا ''ډېر خطرناک بندیان'' په کې ساتل کېږي.

عبدالشکور دادرس ویلي، د افغانستان د قوانینو پربنسټ په زندانونو کې بې ګناه کسان نه شي ساتلی؛ له دې کبله هغه ۸۸ بندیان به هم خوشي کړي، چې امریکايي چارواکي یې ''خطرناک بندیان'' بولي.

هغه ویلي، د څېړونکي پلاوي له خوا د بګرام زندان ۸۸ بندیان بې ګناه ثابت شوي، چې د اداري پړاوونو له بشپړېدا وروسته به خوشي شي.

Image caption د تېر کال په اوړي کې افغان حکومت د بګرام زندان چارې پرغاړه واخیستې چې د افغان بندیانو شمېر نژدې څلور سوه کسان و.

پر همدې مهال، د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوشي کېدونکو ۸۸ بندیانو دوسیې باید وڅېړل شي او له عدلي او قضايي ارګانونو سپین وخېژول شي.

د ملي امنیت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، په تېر کې تر خوشي کېدا وروسته د طالبانو یو شمېر مشران بېرته له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي، چې په وینا یې د افغانستان د ملي امنیت لپاره یې لوی سرخوږی جوړ کړی.

وړاندې کابل کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند دیو لپن ویلي وو: ''د بګرام زندانیانو څېړونکي پلاوي تر خپل قانوني واک او صلاحیت تېر کار کړی، او د داسې کسانو د خوشي کولو امر یې کړی، چې رښتیا هم امنیت ته ګواښ وو او په اړه یې ډېرې څېړنې وجود نه لري''.

اوس چې د بګرام د بندیانو د دوسیو څېړلو په تړاو د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوی، د دوه اړخیزه هوکړه لیک پربنسټ باید د افغانستان د دفاع وزیر او ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان یې باید په اړه مخامخ خبرې وکړي.

ورته مطالب