"د نورستان والي ژمنۍ مرستې پر ځانګړو نوماندانو وېشي"

Image caption د نورستان د ځايي شوراګانو غړي وايي د دغه ولایت والي ژمنۍ مرستې د ولایتي شورا په ځانګړو نوماندانو وېشلي خو والي دا تور ردوي.

د نورستان ولایت یو شمېر استازي او د ځايي شوراګانو غړي وايي د دغه ولایت والي ژمنۍ مرستې د ولایتي شورا په ځانګړو نوماندانو وېشلي چې په خپل کمپاین کې ترې کار واخلي.

دوی پر والي تمیم نورستاني تور لګوي چې دولتي امکانات د ولایتي شورا او د ولسمشرۍ د ځانګړو نوماندانو په ګټه کاروي، خو د نورستان والي دغه تورونه ردوي او وايي چې ژمنۍ مرستې د ځانګړي دولتي پلاوي له خوا وېشل کېږي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبد القیوم بي بي سي ته وویل د نورستان والي څه باندې ۳۰۰۰ ټنه غنم چې د اضطراري حالاتو د کمیټې له خوا دغه ولایت استول شوي وو د ولایتي شورا پر کاندیدانو وېشلي دي.

ښاغلي حافظ زیاته کړه چې والي غواړي په دې کار سره د ده د خوښې کاندیدان خلکو ته داسې وښايي چې ګواکې دوی به د خلکو د ستونزو په حال کې برلاسي وي او د هغوی رایې به تر لاسه کړي.

هغسې چې زموږ همکار سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، د نورستان ولایت د ځینو ولسوالیو د شوراګانو غړي او قومي مشرانو د همدې خبرې د سپیناوي لپاره کابل ته راغلي دي.

د واما ولسوالۍ د شورا غړی مولوی عبدالله یو له دغو کسانو دی.

نوموړی هم وايي چې والي ژمنۍ مرستې پر ځانګړو نوماندانو وېشلي او ادعا کوي چې د ژمنیو مرستو یوه زیاته برخه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د والي له خوا پلور کېږي.

خو د نورستان والي تمیم نورستانی پر ده لګیدلي تورونه ردوي او وايي چې پرده نیوکه کوونکي د خلکو استازي نه دي.

ښاغلی نورستانی وايي ژمنۍ مرستې د ده له خوا نه بلکې د دولتي پلاوي له خوا وېشل کېږي.

څارونکي وايي دا وېره شته چې په راتلونکو ټاکنو به کې حکومتي چارواکي د ځانګړو نوماندانو ملاتړ وکړي او دولتي امکانات به د یو شمېر نوماندانو په ګټه وکارول شي.

خو ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان په صادرولو سره هڅه کړې چې دې اندیښنې ته ځواب ووايي.

په دغه فرمان کې افغان دولتي چارواکو ته امر شوی چې د ټاکنو په چارو کې لاس وهنه ونه کړي او بې پرۍ اوسې.

د ولسمشر حامد کرزي په دې فرمان کې دولتي چارواکو ته ویل شوي چې د ټاکنو په اړونده چارو کې هر له ډول توپيري چلند ځان وساتي.

ورته مطالب