د امنیتي تړون په اړه د ولسمشرۍ د نوماندانو دریځونه

Image caption د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته ډېری نوماندان راتلونکي حکومت ته د امنیتي تړون د لاسلیک د ورسپارلو په اړه څرګند ځواب نه وايي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د بېلابېلو اندونو لرونکي سیاسي شخصیتونه، ګوندونه او ډلې سره یو ځای شوي او غواړي د خلکو په رایه واک تر لاسه کړي.

خو په افغانستان کې د امنیت او د نړیوالو د همکاریو په اړه د ډېرو هیلې او اندیښنې سره ورته دي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګل اغا شیرزی وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو ملاتړ کوي.

نوموړی وايي که څه هم حکومتولي ډېر ګران کار دی، خو د افغانانو نړیوال دوستان باید د افغانانو لاسنیوی وکړي، لکه په تېرو ۱۲ کلونو کې یې چې همکاري کړې ده.

ښاغلي شیرزي د نړیوالو د لا نورې مرستې د غوښتنې ترڅنګ د هغوی له همکاریو مننه وکړه.

دا چې لویې مشورتې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک کولو تایید کړل کېدای شي د حکومت لپاره که هغه اوسنی وي او که راتلونکی، د دې چارې ترسره کولو اسانه کړی، خو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو اکثره نوماندان راتلونکي حکومت ته د دې تړون د لاسلیک د سپارلو په اړه څرګنده ځواب نه وايي.

اشرف غني احمدزی، قطب الدین هلال، محمد نادر نعیم، هدایت امین ارسلا،عبدرب الرسول سیاف، او عبد الرحیم رحیم وردک هغه نوماندان دي چې راتلونکي حکومت ته د امنیتي تړون د لاسلیک د ورسپارلو په اړه څرګند ځواب نه وايي.

نوماند قیوم کرزی بیا د دې تړون په اړه بل ډول نظر لري.

هغه وايي په دې باور دی چې باید لاسلیک شي ځکه چې مشورتي لویې جرګې پرېکړه کړې او هېواد دغه تړون ته اړتيا لري او تراوسه د افغانستان امنیتي ځواکونه له اقتصادي پلوه دومره وړتیا نه لري چې حکومت یې تضمین کړي.

د ښاغلي کرزي په وینا افغانستان د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري.

په سیمه کې یو شمېر هېوادونه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه بېلا بېل دریځونه لري، ایران له دغه تړون سره کلک مخالفت ښودلی خو ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې د یو تړون په اډانه کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو ملاتړ کړی.

یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د دغه تړون په اړه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو دریځ د سیمې د یو شمېر هېوادونو له دریځ څخه اغیزمن کېدای شي.

ورته مطالب