د افغانستان اوسنی اساسي قانون لس کلن شو

Image caption ډېری حقوقپوهان په دې اند دي چې په قانون کې نيمګړتيا نه شته، اصلي ستونزه يې په پلي کېدو کې ده

یو شمیر افغان حقوق پوهان وايي د افغانستان اساسي قانون له ځینو نیمګړتیاوو سره سره د افغانستان له شرایطو سره برابر دی، خو ستونزه د دې قانون د احکامو په نه پلي کیدو دی.

د دوی په وینا د لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا تر ټولو ډیر د اساسي قانون احکام ماتیږي.

زموږ همکار سمیع الله موسی زي د اساسي قانون د کلیزې په مناسبت په خپل يوه راپور کې کښلي، ټاکل شوې وه د افغانستان د اساسي قانون لسمه کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شي، خو د غونډې په ځای کې د اور لګیدنې د یوې وړې پیښې له امله دغه غونډه ګډوډه شوه.

یو شمیر حقوق پوهان وايي د ا فغانستان اوسنی اساسي قانون ځینې نیمګړتیاوې لري.

حقوق پوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي وايي د افغانستان اوسنی قانون چې ریاستي نظام پیشنهاد کوي داسې یو قانون دی چې نه د ریاستي نظام او نه هم د پارلماني نظام په برخه کې د تطبیق وړ دی.

نوموړی وايي: ''په ریاستي نظام کې د کابینې غړي له پارلمان څخه رایه نه اخلي، خو د افغانستان د کابینې غړي له ولسي جرګې څخه باید رایه واخلي''.

خو د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد منګل شیرزاد د افغانستان اساسي قانون له نیمګړتیاوو سره سره د وخت له تقاضا سره سم بولي.

ښاغلي شېرزاد وايي د رسنیو او د قضا د خپلواکۍ په اړه د افغانستان د اوسني اساسي قانون احکام د پام وړ دي.

نوموړی زیاتوي چې ستونزه تر ډیره د اساسي قانون په احکامو کې نه بلکې په پلي کیدوی کې یې ده.

دی وايي: ''په افغانستان کې لا هم د قانون منلو فرهنګ دود نه دي او له قانون څخه زیاته سرغړونه د زورورو چارواکو له خوا کیږي''.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون د دغه هیواد اتم اساسي قانون دی چې لس کاله وړاندې په کابل کې د لویې جرګې د ګډونوالو له خوا جوړ او ولسمشر توشیح کړ.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمیسیون هم رامنځته شو، خو تر ډیره داسې ویل کیږي چې دغه کمیسیون نه دی توانیدلی د دغه قانون مادې تفسیر او تحلیل کړي.

ورته مطالب