غور کې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي

Image caption له غور ولایت نه سلګونو کورنیو نورو ولایتونو ته کډه کړې.

د افغانستان په غور ولایت کې اوسېدونکي خلک د خوړو له بحران سره مخامخ دي او بل لور ته ځايي چارواکي وايي که خلکو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه نه شي، ستونزې به څو برابره ډېرې شي.

په غور ولایت کې د وچکالۍ او خوړو د لږوالي له امله سلګونه کورنۍ له دغه ولایته نورو سیمو ته کډه شوي دي.

له دې سره دغه ولایت کې واوره هم ورېدلې او د تودوخې درجه په کې منفي ۲۲ درجو ته ټيټه شوې ده.

له غور ولایت نه رسېدلي رپوټونه وايي، د دغه ولایت له لر او بر نه تر ۱۰۰۰ پورې کورنیو مرکزي ښار چغچران ته کډه کړې او سلګونه نورې کورنۍ هرات او نورو ولایتونو ته کوچېدلې دي.

غور د افغانستان له مرکزه لرې پروت ولایت دی او خورا سوړ موسم لري.

دغه ولایت کې د واورې اورښت پیل شوی او د لرو پرتو سیمو لارې یې د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د خلکو د ستونزو په باب او دا چې اړو خلکو ته تر اوسه څومره مرستې رسېدلي، د غور والي ویندوی عبدالحی خطیبي وویل خلک د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دی خو دوی لوړو مقاماتو ته د حالاتو رپوټ ورکړی او یو لړ مرستې پر لاره دي چې په وینا یې ژر به غور ولایت ته ورسېږي.

دغه راز ښاغلي خطیبي د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو او دغه ولایت کې شته غېر مسوولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لاره کې خنډونه جوړ نه کړي.

دا چې غور له مرکز کابله لرې پروت ولایت دی، د حکومت او مرستندویه ادارو پام لږ ور اوړي.

په بېړني حالت کې د مرستو رسولو آدارې مرستیال اسلم سیاس وايي د غور خلکو سره د مرستو رسولو په حال کې دي.

وروستۍ شمېرې ښيي، چې غور کې نژدې یو مېلیون خلک ژوند کوي.

د دغه ولایت ځايي چارواکو نژدې پنځه میاشتې مخکې دغه ولایت کې د لوږې خطر او بشري بحران راتګ په باب خبرداری ورکړی و، خو داسې معلومېږي چې دغې سیمې ته د مرستو رسولو لړۍ لا هم سوکه پر مخ ځي او حالت په کې اندېښمنونکی دی.

ورته مطالب