د غزني د چارواکو ناسوبتيا او د خلکو شکايتونه

Image caption خلک شکايت کوي چې د غزني د چارواکو ناسوبتيا د دوی کارونه ځنډولي دي

د غزني مرستيال والي محمد علي وايي د يو شمېر ادارو د رييسانو ناسوبتيا د ښې حکومتولۍ شعار په دغه ولايت کې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

د غزني يو شمېر اوسېدونکي هم وايي د ځينو ادارو د رييسانو غير حاضري د دې لامل شوې جې د دوی کارونه تر اوونيو اوونيو وځنډېږي.

په غزني کې د بي بي سي خبريال وايي، د ولايتونو په کچه د ښې حکومتولۍ شعار د افغانستان د حکومت په لومړيتونو کې راځي.

په غزني کې خلک وايي، ظاهرآ داسې برېښي چې د ښې حکومتولۍ شعار په غزني کې د ښه توب پر ځای پيکه او بې رنګه دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي د يو شمېر دولتي ادارو د رييسانو له لوري د مسووليت نه منل او په ښه ډول د دندو نه ترسره کول په غزني کې د ښې حکومتولۍ پر ځای شا ته تګ ګني.

دی وايي: ''له يوې خوا زموږ شعار دا دی چې بايد سالمه اداره جوړه شي، او د حکومتولۍ وضعيت ورځ تر بلې ښه شي. نن ورځ د غزنی ولایت دويمه درجه ولایت دی او ۴۰ ریاستونه لري. زموږ ځینې ادارې ناکامه دي او دلیل یې هم دا دی چې د ادارو چارواکي د خپلو دندو پر وړاندې د مسوولیت احساس نه کوي''.

ښاغلی احمدي زياتوي: ''موږ هم خلکو او دولت ته مسوول یو او له دغو کسانو سره ګوزاره کوو، خو دوی له ګوزارې ناوړه ګټه اخلي. زموږ د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست چې ۲۰۱۳ کال کې د کمیسيون د سکرتریت مسولیت ورله غاړې دی او په دې برخه کې زیات کارونه هم باید وکړي، په خواشینۍ سره له هغه مهاله چې دی مقرر شوی د شپږ میاشتو په موده کې به یې یوه میاشت هم په غزني کې دنده نه وي ترسره کړي. څوکۍ یې په خپل ګورت کې نیولې او له ټولو دولتي امتیازاتو برخمن دی''.

د غزني مرستيال والي وايي: ''همدارنګه د حج او اوقافو ریيس هم دی، چې په کال کې یو یا دوه ځله راځي او بیا د حج په پلمه دوه درې میاشتې تللی وي. د قومونو او قبایلو ريیس او مامورین یې هم په دندو کې نه وي. څو نورې ادارې هم شته چې برخیلک یی سره ورته دی''.

د ښاغلي احمدي په خبره د مهاجرینو، رادیو تلویزیون، معارف، حج او اوقافو ریاستونه له څو میایشتو راهیسې د سرپرستو له لوري اداره کیږي.

Image caption غزني د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دی، چې ډېر کله ترې د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي

د دغه چارواکي په وینا چې د ریيسانو نه ټاکل کیدو د چارو په بهیر منفي اغېز کړی دی.

د غزني یو شیمر خلک هم شکایت کوي، چې په دندو کې د ریيسانو نه شتون د دې سبب شوی، چې د دوی کارونه په خپل وخت تر سره نه شي.

د غزنی ښار یو اوسیدونکی سیف الله وايي: ''زه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته راغلی یم. تیر کال د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري نږدې دیرش څلویښت پوستونه اعلان شوي، چې موږ هم ورته ځان کانديد کړ. د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مې په تېره يوه کال کې له يوې اوونۍ زيات نه دی ليدلی. هره اوونۍ چې راځم او پوښتنه کوم چې دا د رقابت امتحانونه څه وخت اخیستل کیږي، ځواب نه ترلاسه کوم. کله چې زه د خپل بست پوښتنه کوم راته وايي ریيس نشته''.

د ريیس نه مقریدل او یا هم غیر حاضري د دې سبب شوې چې ټیټ رتبه کارکونکي له ستونزوسره مخ شي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د اداري د یوه کارکونکي وينا ده چې: ''زموږ د ادارې ريیس یوه میاشت مخکې مرکز ته تللی و، د یوې ادارې ريیس چې په راس کې نه وي بیا نو خامخا ستونزې موجودې وي''.

دغزني د والي مرستیال د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس یو له هغو کسانو څخه بولي چې غیر حاضري یې زیاته محسوس ده.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ د ريیس بسم الله شریفي له څرګندونو داسي ښکاري چې د دغه ولایت د چارواکو په منځ کې همغږي نه شته.

بسم الله شریفي وايي: ''تاسو ته باید عرض وکړم چې جناب معاون صاحب د غزني د یو شمېر ریيسانو نومونه اخیستي او زما نوم یی هم اخیستی چې ګواکې په رخصتی تللی او په دنده کې حاضر نه وي. کله چې کابل ته تللی وم د یو لړ رسمي کارونو لپاره تللی وم. د غزني والي په کابل کې و. ځینې مکتوبونو وړلو ته اړتیا لرله، چې هغه باید په کابل کې خلاص شوي وای. زه د والي د مرستیال په امضا تللی یم. نو له دې کبله زما نشتون ناسوبي نه ګڼل کیږي''.

په غزني کې یو شمېر اوسیدونکي وايي د دولتي ادارو په پستونو کې د نویو کسانو نه ټاکل ظاهرآ په دغه ولایت کې د سیمه يیزې ادارې د چارواکو ترمنځ د اختلاف بیانووکی دی.

خو په دغه منځ کې د عامو خلکو ورځنی ژوند ورڅخه اغیزمن شوی دی.

ورته مطالب