هلمند کې د پولیسو پر حوزې ډله ییز برید وشو

Image caption چارواکي وايي لومړی ځانمرګو برید کوونکو خپل له چاوېدونکو توکو ډک موټر والوزول او بیا نورو برید کوونکو پر پولیسو ډزې پیل کړې.

هلمند کې د پولیسو پر یوې حوزې په ډله ییز برید کې یو افغان پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولایت مرکز لشګرګاه کې د پولیسو پر لومړۍ حوزې ډله ییز برید وکړ.

د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وايي لومړی ځانمرګو برید کوونکو خپل له چاوېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو د لومړې حوزې مخې ته والوزول او بیا دوو نورو برید کوونکو د امنیتي حوزې مخامخ له یوې ودانې نه پر پولیسو ډزې پیل کړې.

دغه دوه ساعته جګړه د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۹مه) ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقیقې پیل شوه چې د چارواکو په خبره د یوه پولیس او دوو برید کوونکو په وژل کېدو او شپږو پولیسو په ټپي کیدو پائ ته ورسېده.

چارواکي وايي دوه برید کوونکي مخکې له دې چې په خپلو ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزوي د پولیسو له خوا په ډزو ویشتل شول.

په دغې نښتې کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دا برید دوی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه لري.

ورته مطالب