ناامني د راتلونکو ټاکنو لپاره ستره ننګونه 'نه' ده

Image caption د چارواکو په وینا دوی د بېلابیلو عملیاتو په ترڅ کې په هغو سیمو کې امنیت ټينګ کړی چې مخکې ګڼې ستونزې پکې موجودې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو پر وړاندې ناامني اوس ستره ننګونه نه بلل کیږي.

ټاکل شوې چې افغان امنیتي ادارې ډېر ژر د راتلونکو ټاکنو د امنیت په اړه خپل رپوټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، شاوخوا درې میاشتې وړاندې افغان امنیتي چارواکو ویلي وو چې د ټاکنو څه باندې درې زره مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل د ټاکنو پر مهال د خلکو اندېښنو ته پوره پام شوی دی:

''وړاندې تر دې د ټاکنو یو شمېر مرکزونو ته امنیتي ګواښونه موجود وو، خو اوس یې کچه ټیټه شوې ده. یو شمېر مرکزونه لا هم شته چې ستونزې پکې شته. خو موږ یې اړه لازم تدبیرونه نیولي او خلک دې په دې اړه اندېښنه نه کوي''.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نیټې له رانژدې کیدو سره، په دغه هیواد کې امنیتي چارواکي هم د امنیت د ټینګښت لپاره خپل پلانونه جوړوي.

د ښاغلي صدیقي په وینا اوس د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې ناامني ستره ننګونه نه ګڼي.

Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نیټې له رانژدې کیدو سره، په دغه هیواد کې امنیتي چارواکي هم د امنیت د ټینګښت لپاره خپل پلانونه جوړوي.

بل خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د رای اچونې دمرکزونو دامنیتي ارزونې رپوټ ته په تمه دي،چې دوی به یې له مخې خپلې چارې سمبالې کړي.

خو په ولسي جرګې کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ وايي د تېر ټاکنو په پرتله اوس په زیاتره برخو کې امنیتي حالت خراب شوی دی او ښايي خلک رایې اچونې ته زړه هم ښه نه کړي.

ټاکل شوې وه د کورنیو چارو وزارت تیره اوونۍ د رایې ورکولو د هغو مرکزونو لیست د ټاکنو کمیسیون ته وسپاري ، چې امنیتي ځواکونه يې امنیت خوندي کولای شي.

دغه لیست یوه اوونۍ وځنډیده او امنیتي چارواکي وايي، ژر به یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

ورته مطالب