د ایساف چورلکې لوېدو درې کسان وژلي

Image caption د امریکا د دفاع وزارت یوې سرچینې اې بي سي خبري اژانس ته د لوېدلې چورلکې ډول ایم سي-۱۲ ښوولی، چې په وینا یې تېره شپه یې د افغانستان په ختيځ کې سفر کاوه.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو منلې ده، چې د هېواد ختیځ کې د یوې چورلکې رالوېدو "بده پېښه" کې د ایساف دوه سرتېري او د ایساف یو ملکي غړی وژل شوي دي.

ایساف وايي د اپېښه نن (جمعه/جنوري لسمه) د افغاسنتان په ختیځ کې شوې ده، خو دقیق ځای یې نه دی ښوولی.

د ایساف په خپره شوې اعلامیه کې د وژل شوو کسانو هویت هم نه دی ښوول شوی، خو ان بي سي خبري اژانس وژل شوي امریکايي پوځيان بللي دي.

ان بي سي خبري اژانس وايي، یوې پوځي سرچینې دوی ته منلې ده، چې ټول وژل شوي امریکایان دي.

تر اوسه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د تېر دسمبر پر ۱۷ مه هم د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یوه بلاکهاک چورلکه راولوېده، چې لږترلږه شپږ امریکايي پوځيان په کې ووژل شول.

پوځي سرچینو ویلي وو، چې دغه چورلکه د دوښمن "د برید پایله کې" رالوېدلې ده.

خو د تازه لوېدلې چورلکې د نوعیت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د امریکا دفاعي چارواکو د چورلکې د لوېدو پېښه تایید کړې، خو وايي داسې شواهد نه شته، چې ګني دغه چورلکه د دوښمن راغورځولې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یوې سرچینې اې بي سي خبري اژانس ته د لوېدلې چورلکې ډول ایم سي-۱۲ ښوولی، چې په وینا یې تېره شپه یې د افغانستان په ختيځ کې سفر کاوه.

په ۲۰۱۱ کال کې یوه چینوک چورلکه را ولوېدله چې ۳۸ کسان په کې ووژل شول چې ډېری يې امریکایان ول. طالبانو ویلي وو چې دغه چورلکه دوی را غورځولې ده.

د دې کال په پیل کې ایساف د افغانستان امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارلې خو لا هم نژدې ۹۷ زره بهرنې پوځیان په دغه هېواد کې پر ماموریت بوخت دي.

د ایساف په قومندانۍ په افغانستان کې دمګړۍ د ۵۰ هېوادونو سرتېري شته. په دې کې ۶۸ زره امریکايي سرتېري دي.

امریکا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي فعالیت و نه لري او او یوازې د افغان ځواکونو د روزنې او پیاوړي کولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب