کابل کې ځانمرګي دوه کسه وژلي ۲۰ يې ټپيان کړي

Image caption د کابل ښار په ختيځه برخه کې ځانمرګي شاوخوا ۲۰ کسه ټپيان کړي دي

په پلازمېنه کابل کې امنيتي چارواکي وايي د پوليسو د روزنيز مرکز د کارکوونکو په لېږدوونکي بس موټر ځانمرګی بريد شوی، چې په پایله کې يې لږترلږه دوه کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وويل په وژل شويو کې يو د پولیسو محصل او بل اجير کارکوونکی دی.

دی وايي په ټپيانو کې درې ښځې او درې ماشومان شامل دي.

په پاتې ۱۴ ټپيانو کې د پوليسو د روزنيز مرکز کارکوونکي او ملکيان دي.

ده وویل ځانمرګي څرخي پله ته څېرمه د يکته توت په سيمه کې د پوليسو د روزنيز مرکز پر بس موټر بريد کړی دی.

د کابل امنيتي چارواکي وايي په دې اړه يې پلټڼې پيل کړي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه منلې او ادعا يې کړې چې په بريد کې یې ګڼ افغان امنيتي ځواکونه وژلي دي.

نور جزييات وروسته خپرېږي.

ورته مطالب