''د ولسمشرۍ ټاکنو کې امريکا 'بربنډه' لاسوهنه کوله''

Image caption ښاغلی نجفي وایي د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو کې ریچارډ هالبروک او پیټر ګالبريت ډېره لاسوهنه کوله

داود علي نجفي چې اوس د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر دی په يوه خبري غونډه کې وویل د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د امریکا پخواني سفیر په خپل ټول توان هڅه کوله په دغو ټاکنو کې د حامد کرزي د بریالیتوب مخه ونیسي.

وروسته له هغه چې د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس په خپل کتاب کې د افغانستان په تیر ځل ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي پرضد د خپل هیواد له لاسوهنې پرده پورته کړه، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخواني مشر داود علي نجفي وايي امریکايي چارواکو په تیر ځل ټاکنو کې په ښکاره مداخله کوله.

په کابل کې زموږ همکار سميع الله موسی زی وايي، ښاغلي نجفي زیاته کړه تر ټولو ډیره لاسوهنه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال پیټر ګالبريت کوله.

دی وايی په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د ټاکنیزو چارو مسؤول دوی ته په مستقیم ډول مکتوبونه لیږل او په ځینو کې یې غوښتل شوي وو چې د ځانګړو نوماندانو د سفر زمینه برابر کړي، چې یو له دغو کسانو د تیرو ټاکنو نوماند سرور احمدزی و.

ښاغلي نجفي زیاته کړه چې د لومړنیو ټاکنو له اعلان یوه ورځ وړاندې پیټر ګالبریت له ده وغوښتل چې له دې کاره تیره شي که نه نو ځان ته به پخپله قبر وکاږي.

داود علي نجفي وویل د تیر ځل ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ترسره کول د تخنیکي دلایلو له مخې نه، بلکې یوه سیاسي پریکړه وه.

نوموړي زیاته کړه لومړی امریکايانو له خپل دود سره سم سوګند یاد کړ چې حتمآ به دویم پړاو ټاکنې ترسره کیږي، خو وروسته چې چمتووالی ونیول شو نو بیا یې له دې کار سره مخالفت وکړ.

په پام کې وه چې د ټاکنو په دویم پړاو کې حامد کرزی او عبدالله عبدالله برخه واخلي، خو ښاغلي نجفي د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې عبدالله عبد الله د امریکایانو د فشار په پایله کې د دویم ځل ټاکنو نه تیر شو او که څنګه؟ وویل:

''زه نه پوهیږم خو کیدای شي تاسې له هغه پوښتنه وکړئ، خو په همغه وخت کې د دوی او بهرنیانو ترمنځ ملاقاتونه کیدل، په هماغه شپه چې په سبایې عبدالله عبد الله خبري غونډه لرله د دوی ترمنځ ملاقاتونه شوي وو، دا چې ولې هغه په دویم دور ټاکنو کې برخه وانخسته دا په هغه پورې اړه لري، خو موږ د ټاکنو د مسولینو په توګه اعلان وکړ چې که غواړئ چې د ټاکنو مسایل روښانه شي نو دویم دور ټاکنې دې وشي''.

خو ښاغلي عبدالله ویلي و، چې د حکومت او د ټاکنو د کمېسیون د ناسم چلند له امله په دویم دور ټاکنو کې برخه نه اخلي.

ناکامه توطيه

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخواني رييس وویل: ''ریچارډ هالبروک او د امریکا پخوانی سفیر کارل آیکن بیري چې د برتانیا سفیر هم ورسره و کمیسیون ته د رسمي ملاقات لپاره راغلل، له ملاقات وروسته دوی له همغږۍ پرته او پخپل سر د معلوماتو مرکز ته ولاړل''.

ښاغلی نجفي وايي زه هم دغه مرکز ته ورغلم او هلته هالبروک راته وویل له ځینو کارکوونکو شکایت کیږي چې باید توجه ورته وکړئ.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګیټس د ډیوټي یا دندې په نامه خپل کتاب کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچرډ هالبروک هڅه کوله چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځوي او په ټاکنو کې یې د حامد کرزي د لرې کولو او د هغه د سیالانو ملاتړ کاوه.

ښاغلي ګیتس دا هڅه یوه ''ناکامه او اومه توطئه'' بللې ده.

ورته مطالب