له وړو پور اخیستونکو سره د نړيوال بانک مرسته

Image caption د نړيوال بانک مرسته به د کوچنیو پورونو اخیستونکو ته د مرستو زمینه برابره کړي

نړیوال بانک له افغان حکومت سره ۵۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته کړې چې د مالي اسانتیاو د پیاوړي کولو په برخه کې به ولګول شي.

د چارواکو په وینا دغه پیسې به په راتلونکو پنځو کلونو له زرګونه بې وزله کورنیو څخه د ملاتړ او د کوچنیو پورونو اخیستونکو ته د مرستو زمینه برابره کړي.

خوشحال تایب په خپل راپور کې وايي، دغه موافقه د شنبې په ورځ د افغانستان د مالیې وزیر او نړیوال بانک د استازي ترمنځ لاسلیک شوه.

د نړیوال بانک د ۵۰ میلیونه ډالرو وړیا مرسته دا ځل په افغانستان کې له کوچینو او منځنۍ کچې سوداګرو او د مالي اسانتیاوو د پیاوړي کولو په برخو کې لګیږي.

د چارواکو په وینا د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د افغانستان په ښارونو او لېرې پرتو سیمو کې د کار زمینې برابرې شي.

د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخېلوال د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې دا پیسې به په دوو برخو وویشل شي.

ښاغلي زاخېلوال وویل افغانستان چې د لېږد په بهیر کې دی دا مرستې ورته ډېرې مهمې دي او زیاتوي چې افغانستان د لېږد تر بهیر وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړ دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي رابرت سام وويل د دغه پروګرام په پلي کولو سره به افغانان مالي اسانتیاو او د کوچینو پورونو اخیستو لاسرسی پراخ شي.

ښاغلی سام وايي له افغانستان سره به د نړیوال بانک مرستې دوام ومومي.

هغه ډاډه ورکړ چې دا پروژه به د افغانستان مالي اسانتیاوو ته د لاسرسي کچه لوړه کړي.

د ده په خبره دا هغه څه دي چې په افغانستان کې لنډ مهاله، منځمهاله او ستراتیژیک مالي ملاتړ رامنځ ته کوي.

ورته مطالب