د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال صدیق پسرلی ومړ

Image caption ښاغلی پسرلی چې له نژدې یوې میاشتې راهیسي ناروغ و، د ډیلي په یوه روغتون کې په ځايي وخت د شپې پر یوولسو بجو له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د پښتو ژبې يو مخور شاعر او ليکوال صديق پسرلى د ٨٥ کلو په عمر په هند کې د درملنې پر مهال وفات شوى دى.

ښاغلى پسرلى د گڼو شعري او نثري آثارو پنځوونکى او په نوي غزل کې د ډېرو ځوانو شاعرانو سر لارى پاتې شوى دى.

ټاکل شوې ده د هغه جنازه نن کابل ته ولېږدول شوي.

محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.

ښاغلي پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.

ښاغلي پسرلی په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی و او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه.

بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود.

تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله.

په ۱۳۷۷ لمريز كې كابل ته راغى.

Image caption ښاغلي پسرلی په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی و او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله

تر اوسه د ښاغلي پسرلي د شعرونو او كيسو څو ټولگې چاپ او خپرې شوې دي.

لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په گاڼه وپسولل شوې.

څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولگه يې چاپ شوه.

كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولگه خپره شوه.

"داسې هم وو" او "سره غالۍ" په نومونو د لنډو كيسو ټولگې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې.

بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه.

د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاگور گيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه.

په همدغو كلونو كې د "زهرې" په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولگه يې چاپ او خپره شوه.

تر دې وروسته استاد د گڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ.

لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، څو کلونه وړانې يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په گاڼه وپسولل شول.

ورته مطالب