اوباما: افغانستان کې د خ‍پلې تګلارې ننګه کړې

Image caption اوباما وايي افغانستان کې ‍پر خ‍پل ماموریت بشپړ باور لري

ولسمشر اوباما د خپل دفاع يوه مخکني وزير رابرټ گېټس تر نيوکو وروسته په افغانستان کې د خپلو تگلارو ننگه کړې ده.

په خپلو خاطراتو کې ښاغلي گېټس ويلي چې ولسمشر د ځان له لوري پر تصويب شوې ستراتيژۍ باور بايللی و.

د ولسمشر اوباما د دفاع مخکني وزير رابرټ ګېټس د خاطراتو په خپل کتاب په افغانستان کې د باراک اوباما پر جګړه ییز سیاست نیوکه کړې ده.

خو دغو نیوکو ته په خ‍پل لومړني غبرګون کې ښاغلي اوباما ټيڼګارکړی چې افغانستان کې ‍د خپل پوځ ‍پرجګړييز ماموريت بشپړ باورلري.

هغه ايي د هېواد د وسله وال ‍پوځ د لوی قوماندان په توګه ‍یې دا دنده ده چې کله ځوان نارينه او ځوانې ښځې جګړې ته استوي نو ‍په دوامداره توګه ‍پوځي تکتيکونه تر ‍پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي گېټس د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې نن خ‍پرېږي لیکي چې اوباما افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پخواني قومندان جنرال ډیویډ پیټرایس باور نه درلود، او نه یې هم له افغان ولسمشر حامد کرزي سره جوړه وه.

ګېټس لیکي " د اوباما د واکمنۍ پيل کې، پر جګپوړو پوځي قومندانانو د ولسمشر او مرسیالانو په ګډون، د سپینې ماڼۍ د جګپوړو چارواکو بې باوري او بد ګوماني زما لپاره یو لوی سرخوږی وګرځېد".

خو ښاغلی اوباما وايي سمه تگلاره يې غوره کړې ده او د همدې په پايله کې به د امريکا متحده ايالاتونه د راتلونکې کال په پاى کې په افغانستان کې خپل جگړييز ماموريت پاى ته ورسوي.

ولسمشر اوباما وايي اوس هم په افغانستان کې د خپلو ‍پوځيانو پرماموريت باور درلودلو ته دوام ورکوي.

ده وويل امريکايي عسکرلاهم یو شمیر داسې دندې لري چې باید په افغانستان کې يې ترسره کړي.

ښاغلي اوباما د ښاغلي ګېتس نیوکو ته د ّځواب ترڅنګ له هغه څخه د دفاع د يوه وتلي وزير په توگه ستاينه وکړه.

رابرټ ګېټس د ۲۰۰۶ کال پای کې د جورج بوش په مرسته دفاع وزیر شو او د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال تر ۲۰۱۱ کال پورې پر همدې څوکۍ پاتې شو.

ورته مطالب