ایساف: له امریکا پرته هېڅ نه شوی کولی

جنرال فیلډمن د انځور حقوق ISAF
Image caption د جنرال فیلډمن په وینا په افغانستان کې د روانې جګړې د ل‍ګښتونو غوښنه برخه د امریکا په غاړه وه او ۸۰ سلنه جګړه ییز توکي هم د امریکې له خوا ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې ناټو ايساف ځواکونه وايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکولو ته هیله من دي او له ۲۰۱۴ کاله وروسته په دغه هیواد کې د خپلو ځواکونو د ماموریت لپاره چمتوالی نیسي.

په کابل کې د سوله ساتو نړیوالو ځواکونو ویاند جنرال هینز فېلډمن، د خبریالانو سره په یوې ځانګړې ناسته کې وویل د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر سر د افغان ولسمشر حامد کرزي د وړاندې شویو شرطونو په اړه د پام وړ پرمختګونه شوي او دوی یې هیله من کړي چې دغه تړون به ډیر ژر لاسلیک شي.

زموږ همکار محمود کوچی وايي، په افغانستان کې د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي ويلي له ۲۰۱۴ کال وروسته له دغه هیواده د بهرنیو ځواکونو چورلټ وتل هغه وروستی خبره ده چې دوی یې تمه نه لري.

په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو ویاند جنرال هینز فېلډمن وویل د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو پرته بله لاره نه ده پاتې.

دی وايي د همدغې هیله مندۍ له مخې ناټو ځواکونه په افغانستان کې د راتلونکي ماموریت لپاره چمتوالی نیسي.

دغه جنرال وایي ناټو سازمان هغه پیړ کتاب د ناټو غړو هیوادونو ته هم استولی چې په افغانستان کې د روزونکو او پاتې کیدونکو ځواکونو لپاره یو لارښود وي، او په دغه کتاب کې د وضع شویو شرایطو سره سم باید کسان په نښه او چمتو شي.

جنرال فیلډمن دارنګه وویل چې د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر سر د ولسمشر کرزي د ایښودل شویو شرطونو په پوره کولو کې د پام وړ پرمختګ شوی او داسې نښې څرګندې شوي چې ښایي دغه تړون په نژدې راتلونکې کې لاسلیک شي.

په دغه ناسته کې جنرال فیلډمن ټینګار لاره چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ځاني او مالي تاوانونه به له پامه نه لویږي او په وینا یې د ناټو هیڅ هیواد چمتو نه دی چې په دغه هیواد کې د دوی ماموریت او لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

نوموړي وویل د ناټو او افغانستان ترمنځ تړون نیغ په نیغه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون سره تړاو لري او ناټو به د افغانستان په جګړه کې د درندو تاوانونو زغملو ته په کتو هیڅکله هم داسې چارې ته غاړه نه شي ایښودی چې په هغې کې امریکا ښکیله نه وي.

د جنرال فیلډمن په وینا په افغانستان کې د روانې جګړې د ل‍ګښتونو غوښنه برخه د امریکا په غاړه وه او ۸۰ سلنه جګړه ییز توکي هم د امریکې له خوا ورکړل شوي دي.

هغه وایي د امنیتي تړون لاسلیک نه یوازې د یوه هیواد په ګټه دی، بلکې د ده په وینا دغه تړون د افغانستان او د هغه د ټولو نړیوالو ملاتړو په ګټه دی.

د ناټو دغه جنرال وایي د دغه تړون د لاسلیک کولو په کار کې راغلي ځنډ د دوی ډیرې چارې ټکنۍ کړي دي.

ورته مطالب