د میدان وردګو ګڼ شمېر ریاستونه ودانۍ نه لري

د انځور حقوق
Image caption چارواکي وايي د ميدان وردګو ولايت ډېری رياستونه ودانۍ نه لري

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وایي شاوخوا ۲۰ ادارې یې په کرایي کورونو کې کار کوي، چې خونې يې وړې او معیاري نه دي.

دوی وايي د دې ترڅنګ په دغو ودانیو کې د بریښنا اسانتیاوې هم کمې دي چې ډیری وخت د خلکو په کارونو کې ستونزې رامنځ ته کیږي.

خلک هم وايي دغه کار دوی ته له دې امله ستونزې راپیدا کړي چې دا ریاستونه کله یو ځای او کله بل ځای وي.

د میدان وردګو ولایت یو اوسیدونکی وايي: ''دلته اکثره دولتي ادارې خپل ځایونه، نه لري کله یو ځای او کله بل ځای په کرايي کورونو کې کارونه کوي. ټوله ورځ یی په پیدا کیدو پسې لالهانده اوسرګرادنه یو د حوادثو ریاست مې ایله په یوه ورځ کې پیدا کړ. دا دفترونه د خلکو د کورونو او کوڅو په منځ کې وي چې پیدا کول یې ستونزمن وي''.

د دغه ولایت د رادیو تلویزیون ریيس وايي، دا چې ودانۍ نه لري نو تر ډیره یی کارونه هم له ستونزو سره مل وي.

عبدالواحد عاطف وایي د ودانۍ ستونزه یی په کابل کې له چارواکو سره شریکه کړې، خو چا يې غوښتنې ته لا هم ځواب نه دی ویلی.

ښاغلی عاطف وايي: ''د رادیو تلویزیون امریت لا هم په میدان وردګو ولایت کې د خپلو فعالیتونو لپاره ودانۍ نه لري او په شخصي کرايي کور کې خپل فعالیتونه کوي، او دا کرايي کور د رادیو تلوېزيون له معیار سره برابر نه دی. موږ په دې اړه خپله غوښتنه د رادیو تلویزیون له عمومي ریاست سره شریکه کړې، خو د دوی ځواب د بودیجې نشتوالی دی''.

له مخدره توکو سره د مبارزی ریاست چارواکي هم وايي چې د ودانۍ د نشتوالي له کبله ستونزې ګالي او د کارونو په برخه کې هم له خنډونو سره مخامخ دي.

د دغه رياست مشر ذبیح الله فضلي وايي: ''په میدان وردګو ولایت کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست د ودانۍ لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. په خواشینۍ سره تر اوسه پورې دغه ریاست ته ودانۍ نه ده جوړه شوې. د ودانۍ نشتوالی د دې لامل شوی چې زموږ د زیاتو پروګرامونو مخه ونیسي. زموږ د عامه پوهاوي غونډې او له بزګرانو سره غونډې نه شي جوړیدای''.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی هم مني چې د دغه ولایت زیات شمېر ادارې ودانۍ نه لري او دې د کارونو پر بهیر هم منفي اغیز کړی.

ښاغلی خوږياڼي وايي که څه هم څو ځله په کابل کې له اړوندو ادارو سره په دې اړه خبرې شوي، خو لا هم دغه ستونزې نه دي هوارې شوي.

په ټوله کې د چارو پوهان په دې باور دي چې له څو کلونو وروسته لا هم په دولتي ادارو کې ښه حکومتولي او سالم مدیریت نه دی رامنځ ته شوی.

د هغوی په خبره د څو کلونو په ترڅ کې دولتی ادارو ته د کرایې په نوم په ورکړل شویو پیسو شونې وه چې نوې ودانۍ جوړې شوې وای.

ورته مطالب