طالبان وايي پر ناټو ځواکونو یې 'لاسبري' حتمي ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند د بي بي سي خبریال جان سېمپسن ته په یوې مرکې کې ویلي چې را روانې ټاکنې نه مني او نه به هم په ټاکنو کې د کوم کاندید ملاتړ وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي د بهرنيو ځواکونه په شتون کې به نه هم ټاکنې او نه هم د هغو پایلې رڼې وي او یا به خلکو ته د منلو وي.

د بي بي سي مخکښ خبریال جان سېمپسن چې د افغانستان حالات له نژدې څاري د طالبانو له خبریال ذبیح الله مجاهد سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي جان سېمپسن له ذبیح الله مجاهد سره د طالبانو پر راتلونکي دریځ، په افغانستان کې د بهرنیانو پر شتون او له افغانستانه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پر حالاتو غږېدلی دی.

ښاغلي مجاهد د بي بي سي د خبریال جان سېمپسن د پوښتنو په ځواب کې د وسله والو طالبانو پر بریا ډاډ څرګند کړی دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان به په راتلونکو ټاکنو کې له کوم کاندید سره معامله وکړي که څنګه؟ ښاغلی مجاهد وايي دوی ته را روانې ټاکنې د منلو نه دي.

د انځور حقوق
Image caption طالب ویاند وايي، د ولسمشرۍ پر هېڅ کوم یوه کاندید باور نه لري.

له افغان حکومت سره د سولې او جوجاړي په تړاو ښاغلي مجاهد، د بي بي سي خبریال ته وویل تر اوسه هیڅ راز رسمي خبرې نه دي ترسره شوي او نه هم د طالبانو په استازیتوب چا په خبرو کې ګډون کړی.

ذبیح الله مجاهد وايي دوی په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې ولسي ملاتړ له ځان سره ولري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان بیا هم واک ته ورسیږي نو د دوی په چلند کې به کوم بدلون راشي که نه؟ ښاغلی مجاهد وايي د دوی ټول قوانین د اسلامي شرعیت د اصولو پر بنسټ دي او هغه اصول هیڅکله هم بدلون نه مومي.

ورته مطالب