شمال کې ولې د بشري حقونو سرغړونې ډېرې شوې

Image caption فاطمه، چې پر مخ یې اوښکې بهېدې دخپلې وژل شوې لور – زهرا د وژلو کیسه کوي:

په افغانستان کې بشرپالې ډلې وايي، له قانونه معافیت، بې سوادي، د مخدره توکو کارول او ذهني کړاو په دغه هیواد کې له بشري حقونو د سرغړونو اصلي لاملونه دي.

د بشر پالو په وینا له بشري حقونو سرغړونکي په ځانګړ ډول د ښځو پرحقونو تیري کوونکي د زور او واسطې له مخې د قا نون له منګولو خلاصیږي او ډیر یې ازاد ګرځي.

له ایرانه د افغانستان شمالي ولایت جوزجان ته راستون شوی یو کس، چې د بشري حقونو د سازمان په سیمه ییز دفتر کې د خپلې وژل شوې لور لپاره دعدالت د پلې کېدو غوښتنه کوي.

د هغه لور- زهرا ، چې دوه اولادونه یې لرل، تازه په سرپل ولایت کې د ځمکې پر سر په شخړه کې په ډبولو وژل شوې ده.

د هغې اولادونه مې، چې د خپلې مور د وژلو صحنه یې لیدلې، له خپلې نیا او نیکه سره یې یو ځای د بشري حقونو د سازمان په سیمه ییز دفتر کې وموندل.

فاطمه، چې پر مخ یې اوښکې بهېدې دخپلې وژل شوې لور – زهرا د وژلو کیسه کوي:

''نهه کسان وو. نهو کسانو دومره په ډبرو ویشتلې او په کوتکونویې وهلې وه، چې هملته یې تر کوتکونو لاندې ساه ورکړې وه. د پلار د ځمکې پر سر یې دعوه وه. په ډېره کمه ځمکه یې جنجال کړی. نوره هېڅ خبره نه وه. څلور ځایه یې سر پرې وو. ټول بدن یې تیکه تیکه وه. هغه چا چې غسل یې ورکاوه، ویل يې، موږ نه شوای پرېمينځلی''.

د زهرا کورنۍ په ایران کې ژوند کوي.

د هغې پلار محمد سرور وايي، چې لور یې زده کړې کړې وې او پر حکومت تور پورې کوي، چې د لور ټول قاتلان یې نه دي نیولي:

''معمولي ښځه نه وه. باسواده ښځه وه. فعاله او هوښیاره مېرمن وه. اوس نو څه وکړو او څه ووایو. اوس مو دولت لمن نیولې ده، چې څه کوي. زما دلور قاتلین همداسې ازاد ګرځي، هیڅوک څه نه وايي، چې دوی چېرته ځي''.

خو د سرپل دا مینت امر سمونوال سخي زاده بي بي سي ته وویل، چې دوی درې تورن کسان نیولي او وايي نور یې هغو سیمو ته تښتیدلې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم مني، چې زهرا د هغې د مېړه په کور کې وژل شوې او مېړه یې هم ټپی شوی چې اوس په روغتون کې تر درمنلې لاندې دی.

په جوزجان کې د دغه سازمان د دفتر مشره مغفرت صمیمي، چې د زهره پيښې تعقیبوي بي بي سي ته وویل، چې په دغه پيښه کې ښکیل درې تورن کسان نیول شوې دي خو وايي ځینې نور یې ازاد ګرځي:

''د دغې پيښې درې عاملین نیول شوې دي او شپږ کسان نور یې تر اوسه نه دي نیول شوي. ښايي لامل به یې دا وي، چې یا به زورواکي وي او یا به پيسې لري. نو څوک چې زور او پیسې ولري، نیول یې اسان کار نه وي. که دولت دغه کسان ونه نیسي، بل څوک خو دغه کارنه شي کولای، ځکه ښايي هغوی بل ځای ته تښتیدلې وي''.

خو د دې ترڅنګ، د ځینو میرمنو لپاره په جوزجان کې بله ننګونه کورنی تاوتریخوالی دی، هغه څه چې چارواکي يې په نورو سیمو کې یې بیلګې وړاندې کوي.

نجيبه هغه ۲۴ کلنه میرمن ده، چې میړه یې پر نشه یي په توکو روږدی او دهغې په ټکو میړه یې په پرلپسې ډول کړوي.

هغه وايي، څو ځله یې له میړه د طلاق غوښتنه کړې خو هغه رد کړې ده:

''څو ځلې یې وهلې یم. دولت او د بشري حقونو دفتر ته په داسې حال کې څو څو ځلې راغلې یم، چې په وینو لړلې وم. جامې شکیدلې وې. لاس مې زخمي وه. خو دوی راته ویل چې صبر وکه، حوصله وکه، ښه به شي. نور له هغه سره د ژوند کولو حوصله نه لرم. که چیرې مخدره توکي پریږدي او ما ونه وهي، بیا طلاق نه اخلم. څوځل یې توبه وایسته، دولت را وغوښت، خو هیڅ خبره یې ونه منله''.

د انځور حقوق
Image caption د بشري حقونو فعالان وايي، که حکومت د هغه کسانو پرضد جدي اقدامات ونه کړي، چې د ښځو له حقونو نو په سرغړونو تورن دي، ښايي د زهرا دقضې په څیر پيښې لا هم ډیرشي.

د بشري حقونې فعالان وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ځکه ډیر شوی، ښځو پرحقونو تیري کوونکي د زور او واسطې له مخې د قا نون له منګولو خلاصیږي.

په جوزجان کې د بشري حقونو فعاله حمیرا وايي، بې سوادي او مجرم ته سمه سزا نه ورکول هغه څه دي، چې د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ډیر کړی دی.

د بشري حقونو فعالان وايي، که حکومت د هغه کسانو پرضد جدي اقدامات ونه کړي، چې د ښځو له حقونو نو په سرغړونو تورن دي، ښايي د زهرا دقضې په څیر پيښې لا هم ډیرشي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي پېښې ۲۸ سلنه د وړم کال په پرتله ډېرې شوې وې.

ورته مطالب