د پولیسو مشران د ټاکنو پر امنیت وغږېدل

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د پولیسو له مشرانو وغوښتل چې د ټاکنو امنیت ته چمتو شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د امنیت لپاره د خپلو پروګرامونو د پلې کېدو په لړ کې له ټولو ولایتونو د پولیسو جګپوړي چارواکي پلازمېنې کابل ته ورغوښتي دي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي، د پولیسو قومندانان یې ځکه ورغوښتي، چې د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت او په ټاکنو کې د پولیسو پر بې پرې والي ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي داودزي د کابل د تېرې شپې برید ته په اشاره وویل، که له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک شي او که نه، طالبان به له دغه ډول بریدونو لاس وا نه خلي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، چې د ټاکنو د نېټې په رانژدې کېدو سره، افغانستان کې اوس نژدې هره ورځ امنیتي چارواکي د امنیت د ټینګښت لپاره پر نویو پلانونو او چمتوالي خبرې کوي.

د اځل د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د افغانستان له ټولو ولایتونو د امنيې قومندانان او د پولیسو جګپوړي ولایتي چارواکي کابل ته راغوښتي او له هغوی سره د ټاکنو په بهیر کې د پولیسو پر بې پرې والي او امنیت خبرې کوي.

ښاغلي داودزي راتلونکې ټاکنې د پولیسو لپاره یوه لویه ازموینه وبلله ځکه د هغه په ټکو طالبان سږ کال د ژمي په موسم کې پاکستان ته د تللو نیت نه لري.

ښاغلي داودزي په کابل کې د تېرې شپې ډله ییز برید ته په اشاره وویل، که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي او کنه، طالبان به له دغه ډول بریدونونو لاس ونه خلي.

د ټاکنو د امنیت په تړاو د پولیسو په جوړه شوې غوڼده کې بهرنیو ځواکوانو یو ځل بیا خپل پخوانی ژمنه تازه کړه، چې د ټاکنو په امنیت کې به له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو د قوماندان مرستیال، جنرال مارک میلي وویل د ټاکنو په امنیت کې به له افغان لوري سره یو ځای کار کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال په وري میاشت کې ترسره شي، خو ناامني یې لاهم پر وړاندې ترټولو ستره ننګونه بلل کېږي.

ورته مطالب