د ځانمرګي برید په اعتراض کابل کې مظاهره وشوه

Image caption د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې یو لبناني رسټورانټ په نښه شو چې یو ۲۱ تنه په کې ووژل شول.

په افغانستان کې د مدني ټولنې لسګونو غړو د تېرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید په اعتراض کې لاریون وکړ او د پیښې په ځای کې یې د ګلونو د ګېډیو په ایښودلو سره د دغې پېښې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.

په دې برید کې یو لبناني رسټورانټ په نښه شو چې یو ۲۱ تنه په کې ووژل شول.

د رسټورانټ په وړاندې د ګلونو د ګېډیو له ایښودلو وروسته له دغه ځایه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما پر لور لاریون پیل شو.

هغسې چې سمیع الله موسی زی له کابله په خپل رپوټ کې وايي لاریون کوونکو د ترهګرې پرضد شعارونه ورکول.

دوی له ځان سره شعارونه هم لیږدول چې په کې لیکل شوي وو چې دوی د ترهګرۍ پر ضد دي او ترهګري به ماتې خوري.

لاریون د یوناما دفتر ته څیرمه د افغان ځواکونو له خوا ودرول شو، او د دې دفتر ودانۍ څخه لږ ور اخوا لاریون کوونکو خپله پریکړه د خبریالانو په وړاندې ولوسته.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي چې دوی د افغانستان له ګوډ ، ګوډ څخه که هغه شمال، سویل، ختیځ او یا لویدیځ وي د جګړې له قربانیو سره د غم شریکولو او د هغوی د غږ پورته لپاره دلته راغلي دي.

په پریکړه لیک کې راغلي چې دوی به پرینږدي چې په افغانستان کې وژنې دوام وکړي.

د لاریون کوونکو په وینا دوی به د ترهګرو او جنایتکارانو پر وړاندې ودرېږي او خپل دې مدني اعتراض ته به دوام ورکړي.

د کابل ښار په وزیر اکبرخانه مېنه کې چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوي دي، د جمعې په ورځ دریو ځانمرګو برید کوونکو یو رسټورانټ په نښه کړ.

دې رسټورانټ ته به اکثراً بهرنیان ورتلل.

په دې برید کې چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی ۱۳ بهرنیان هم وژل شوي دي.

په دې ډله کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونسف دوه کاروکوونکې ډاکټره نسرین خان او بصره حسن چې یوه یې پاکستانۍ او بله یې امریکايۍ وه هم وژلې شوې دي.

د یونسف د چارواکو په وینا ډاکټره نسرین په هغه روغتیايي پروګرام کې کار کاوه چې په زرګونو افغان ماشومانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول او بصره حسن د خوارځواکې د برخې متخصصه وه.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه برید کې د ملګرو ملتونو یو روسی کارکوونکی چې وادیم نظروف نومیده هم وژل شوی دی.

په دغه برید کې د اروپا د پارلمان لپاره د برتانیا د کارګر ګوند نوماند دیل سنګ او په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون استاد الکسندر پيټرسن او د دغه پوهنتون یو کار کوونکی هم وژل شوي دي.

ورته مطالب