افغان پولیسو ټاکنو کې د بې پرې والي ژمنه وکړه

د انځور حقوق
Image caption په تېرو ۱۲کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانان په یوه ځای راټولېږي او د ټاکنو ترڅنګ د نورو امنیتي مسایلو په اړه بحث کوي. محمد عمر داودزی

افغان پولیسو ژمنه وکړه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې به بې پرې وي او بل چا ته به هم که هغه بهرنی وي او یا افغان اجازه ورنه کړي چې په دغو ټاکنو کې لاس وهنه وکړي.

په تېرو څلور ورځو کې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو او د کورنیو چارو وزارت د اړونده ځواکونو قوماندانو په يوه سیمینار کې د ټاکنو د امنیت او د یو لړ نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

له کابله د بي بي سي خبریال سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې

کاږي،د افغانستان پولیس ژمنه کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې به بې پرې وي او د بهرنیانو په ګډون به هېچا ته هم اجازه ورنه کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې لاس وهنه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي چې په تېرو ۱۲کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانان په یوه ځای راټولېږي او د ټاکنو ترڅنګ د نورو امنیتي مسایلو په اړه بحث کوي.

' د سیمینار اصلی هدف دا و چې څنګه کولای شو، په راتلونکو ټاکنو کې په هغسې شکل چې لازمه ده خپل مسوولیت ادا کړو او د مسوولیتونو د انتقال په پروسه کې څنګه خپله ونډه ادا کړو.'

د دې څلور ورځني سیمینار په ترڅ کې د ملي پولیسو چارواکو د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست له مشرتابه او د ملي شورا د امنیتي کمېسیونونو له غړو سره هم خپلې اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل.

افغان پولیس وايي خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته لیواله دي. دوی وايي ډاډه دي چې د ټاکنو د امنیت په ساتلو کې به قومي مشران او سیمه ییز مخور له دوی سره همکاري وکړي او دا دروند مسوولیت به د خلکو په همکاري ادا کړي.

ورته مطالب