ختيځ کې لا هم خلک له عادي ناروغيو کړيږي

Image caption ځايي خلک شکايت لري چې د نورو اسانتياو ترڅنګ روغتيايي اسانتياو ته هم لاسرسی نه لري

د کونړ او نورستان په لیرې پرتو سیمو او درو کې لا هم درملېدونکې ناروغۍ مرګونې دي.

دغلته چارواکي پر موسمي ناروغیو د برلاسي خبره کوي، خو خلک وايي شته روغتيايي مرکزونه د رنځورانو ځواب نه شي ویلی.

زموږ خبریال نعمت الله کریاب پخپل راپور کې وايي، دغه کلینیکونه یا لیري دي او یا هم دعادي او لږو درملو پرته نور څه نه لري.

د نورستان چارواکي وايي اوس اوس ېې په دوو کلیو کې د ور استول شوو ډاکټرانو په مرسته ګڼو ناروغ شويو کوچنیانو ته درمل ورکړي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د هڅو سره سره د دې هیواد په لیرې پرتو سیمو کې لا هم د وړو او درملېدونکو ناروغیو له امله ګڼ خلک په ځانګړي ډول کوچنیان او ښځې کړیږي.

د روغتيايي مرکزونو لیرې والی، د موټرو کمی او خلکو بې وسي او بې غوري د دې سبب کیږي، چې ناروغان ډیرې شپې په خپل کټ کې پاتي شي او یا هم کورني او دودیز درمل ورکړل شي.

د نورستان د لودیځ کامدیش او مرکزي پلو ته د پرتې ولسوالۍ واما اوسېدونکي وايي لکه د نورو برخو ېې روغتیا خوا ته هم ډیر پام نه دی شوی.

شاه ولي شفا وايي: ''په کامدیش ولسوالۍ کې یو روغتیا يي مرکز شته چې کلي ترې ډیر لیرې پراته دي. د نژدې سیمو خلک چې ډاکټران څه دارو درمل لري خلک ورته راځي، د لیرو کلیو خلک نه شي کولای چې خپل ناروغان هلته ورسوي''.

دی زیاتوي: ''داسې نه ده لکه د کونړ او یا ننګرهار، دغلته د موټرو ډیر کمی دی کله کله ناڅاپي کوم ګاډی برابر شي. خلک مجبور دي چې په شا خپل ناروغان راوړي نو که د چا اجل نه وي ښه شي که نه زیاتره په لارو کې ساه ورکوي''.

د خاص واما اوسېدونکی جعفر وايي: ''د وړو وړو مرضونو علاج ممکن دی، چې نا ممکن وي هغه دیخوا راوړو، نورستان غریزه علاقه ده له هلته نه چې مریض راوړي خامخا مشکل پیښیږي''.

د نورستان دعامې روغتیا ریس محمد عیسی ستانکزی د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د چمتوالي خبره کوي او وايي چې میاشت وړاندې ېې په دغه ولایت کې د سینه بغل د ناروغۍ واکسین هم پیل کړی دی.

نوموړی په نورستان کې د شوي روغتیایی خدمت سره سره د کوچنیانو د ساري ناروغۍ د خپریدا بره کوي.

ښاغلی ستانکزی وایی اوس هم د نورستان په ځینو سیمو کې د واکسین مخه همغسې ډب پاتي ده.

Image caption خلک وايي په لیرې پرتو سیمو کې ان هټۍ وال هم درمل پلوري

د نورستان د روغتیا مشر وايي یوه میاشت وړاندې ېې په دغه ولایت کې د سینه بغل د ناروغۍ مخنیوونکي واکسین پیل کړی، خو ګرانه به وي چې د دغه خواره واره ولایت د لیرې پرتو سیمو ټول کوچنیانو ته ېې ژر ګټه ورسيږي.

پر نورستان سربیره د کونړ یو شمیر سیمې هم شته چې استوګن ېې له لومړني روغتیایی چوپړ بې برخې پاتې دي.

ډاکټر اسدالله دورانی د روغتیا په اداره کې د کار تر څنګ خپل کتنځي ته د ډیرو هسې ناروغانو د ورتلو وايي چې پخپله سیمه کې روغتیايي مرکز نه لري.

د ژمنیو نارغیو د ډیروالي د نورو علتونو تر څنګ کوچنیانو ته د کورنیو نه پاملرنه او له ناروغه کیدو وروسته بې غوري، ډیر کوچنیان په دغه ګړنګ ژمي کې یوازې په یوه کمیس کې کرځي.

د ځینو کلیوالو سیمو استوګن لا هم ناروغانو ته همغه پخواني درمل چې له غرنیو بوټو ېې پخپله جوړ کړي وي ورکوي.

دوی اوسني درمل بې اغیزې بولي او دا هم وايي چې په لیرې پرتو سیمو کې ان هټۍ وال هم درمل پلوري.

ورته مطالب