سالنګي: 'له ناټو مې مرسته نه ده غوښتې'

د انځور حقوق AP
Image caption راپورونه په دغه برید کې ۱۴ کسان وژل شوي، چې ډېری يې ملکيان دي

د پروان والي دا خبره رد کړه چې ګواکې د دغه ولایت په غوربند دره کې یې د عملیاتو پر مهال له بهرنیو ځواکونو مرسته غوښتې وه.

عبدالبصير سالنګي ویلي د عملیاتو پر سبا شپه هم تر ۸ بجو له دې پيښې خبر نه و.

دی وايي وروسته يې له څلورم یا پنځم لاس سرچینو څخه داسې معلومات تر لاسه کړل چې ګواکې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو هم برخه لرله.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، هغه عملیات چې تیره اوونۍ بهرنیو ځواکونو د سیاه ګرد ولسوالۍ په واغرز سیمه کې تر سره کړي وو، ولسي مرګ ژوبله هم ورسره مله وه.

ښاغلي سالنګی تیر ورځ له يوه ولسي پلاوی سره په ارګ کې و، هلته ښاغلي کرزي ورته د ایساف هغه لیک وښود چې ګواکې بهرنیو ځواکونو د ده په بلنه په عملیاتو کې برخه اخستې وه.

وروسته تر هغې چې د پروان والي او ورسره مله ولسي پلاوي په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل، ښاغلي سالنګي خبریالانو ته وویل په غوربند دره کې بهرنیو ځواکونو د ده په غوښتنه عملیات نه دي کړي.

بصیر سالنګې وويل دوه میاشتې کیږي چې له امریکايي ځواکونو سره يې د عملیاتو د همغږۍ په اړه کومه ناسته نه ده کړې.

دی وايي: ''دا چې ایساف ځواکونو ولسمشر ته ویلي، دا عملیات یې د پروان له والي سره د همغږۍ په حالت کې تر سره کړي زه يې په بشپړ ډول ردوم، له موږ سره هیڅ راز همغږي نه ده شوې او هیڅ ډول وړاندیز مو نه دی کړی''.

له ښاغلي سالنګي نه پوښتنه وشوه چې ایا افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې برخه لرله؟

ده وویل داسې څلورم یا پنځم لاس معلومات يې تر لاسه کړي چې د ملي پوځ سرتیري هم له بهرنیو ځواکونو سره ملګري وو.

بصير سالنګي خبریالانو ته وویل بهرنیان د شپې له خوا د ولسوالۍ له مرکزه ۱۵ کیلومتره لرې په يوه لرې پرته سیمه کې پلي شوي او بیا بیرته پورته شوي دي.

ضد او نقيض راپورونه

د پروان والي وايي وروسته یې د افغان پوځ د يوه جنرال دا خبره واوریده چې بهرنیانو ورسره پر دې اړه خبرې کړې وې، خو په وینا یې ده پوره کره نه کړای شوه چې ایا په دې عملیاتو کې کورنیو ځواکونو برخه لرله کنه.

تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.

هغه دولتي پلاوی چې د ولسي جرګې د غړي عبدالستار خواصي په مشرۍ سیمې ته تللی و، وروسته يې وویل چې په پیښه کې ۱۴ تنه وژل شوي.

خو ښاغلی سالنګی وايي ټولټال ۱۲ کسان وژل شوي چې نیمايي یې ولسي وګړي او نیمايي یې وسلوال طالبان دي.

د ده په وینا د وژل شويو په ډله کې د وسلوالو مخالفانو د درنو وسلو مسوول او د طالبانو د ولسوال مرستیال هم شامل وو.

ورته مطالب