زاخېلوال د امريکا د مرستو کمېدل سياسي گام بولي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د ماليې وزير وايي د امريکا د کانگرس له خوا افغانستان ته د پرمختيايي مرستو د نيمايي کمېدو پرېکړه سياسي دلايل لري او پر افغان دولت د زور د راوستلو لپاره شوې ده.

خو ډاکټر عمر زاخېلوال د بي بي سي له پښتو تلويزيون سره د خبرو پر وخت وويل چې د دغې کمېدنې اغېز محدود دى او که په اړيکو کې ترينگلتيا همداسې پاتې وي، ښايي دوه کاله وروسته اغېز وښېندي.

کانگرس د ٢٠١٤ کال لپاره افغانستان ته يوازې څه باندې يو ميليارد ډالره منظور کړل.

ښاغلي زاخیلوال وویل د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د کال د څلور میلیاردو ډالرو ژمنه وکړه خو همدا اوس افغانستان ته د کال له پنځو نه تر پنځه نیمو میلیاردو ډالرو پورې راځي ځکه نو د امریکا د یو میلیارد ډالرو کمښت به د افغانستان پر اقتصاد لوی ګوزار نه وي.

د افغانستان د ماليې وزير ادعا وکړه چې د واشنگټن له لورې شوې ډيرې مرستې په حقيقت کې بيرته د معاشونو او نورو لگښتونو له امله امريکا ته ستنيږي او لږه برخه يې د افغانانو په مرسته لگيږي.

Image caption زاخیلوال: د امنیتي تړون په اړه د خلکو ترمینځ پیدا شوې اندېښنې د بهرنیو رسنیو د ناسمو تبلیغاتو پایله ده.

دا کمښت د امريکا په کورني اقتصادي کړکېچ پورې تړلی بلل شوی، خو شنونکي وايي د دواړو خواوو ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک ځنډېدل هم پرې اغېز لري.

د افغانستان د ماليې وزیر د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه په څرګندونو کې وویل چې د دې تړون د لاسلیک ځنډېدل به د افغانستان په اړه د امریکا او نورو هېوادونو پر تګلارو د پام وړ اغېز و نه لري.

خو د امنیتي تړون د لاسلیک د ځنډېدو له امله د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د پانګوالو ترمنځ اندېښنې پیدا شوې دي.

دې اندېښنو ته په اشارې ښاغلي زاخیلوال د بي بي سي د پښتو تلوزيون اوونيز پروگرام، د اقتصاد له نړۍ، ته وویل د بهرنیو رسنیو د ناسمو تبليغاتو له امله د خلکو ترمنځ اندېښنې پیدا شوي چې په وینا یې دې کار افغانستان کې پر پانګونې تر یوه بریده اغیزه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونو چارواکي وايي په تېرو څو اوونیو کې لسګونه ميلیونه ډالر پانګه عربي هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزیر وايي د پانګونې په برخه کې اندېښنې شته خو داسې هم نه دي چې د وېرې یو حالت یې رامنځ ته کړې وي.

د هغه په وینا دا هرڅه د بهرنیو رسنیو د ناسمو تبلیغاتو او اټکلونو پایله ده چې مخکې هم ناسم ثابت شوي او تر دې وروسته به هم ناسم ثابتېږي.

له ښاغلي زاخیل وال سره ځانګړې مرکه چې په کابل کې حفيظ معروف کړې، د راتلونکې یکشنبې په ورځ د بي بي سي له پښتو تلویزیونه د اقتصاد له نړۍ په خپرونه کې لېدلى شئ.

ورته مطالب