هرات: اسماعیل خان له ځانمرګي بریده روغ ووت

د انځور حقوق bbcpersian
Image caption د پولیسو په خبره د اسماعیل خان په شمول پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې چارواکي وايي د دغه ولایت پخوانی والي او د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د ولسمشرۍ مقام ته کاندید عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال اسماعیل خان له یوه ځانمرګي بریده روغ رمټ وتلی.

چارواکي وايي برید ګر له هغه لږ ځنډ وروسته په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول، چې د جمعې له لمانځه وروسته لمونځ کوونکي له جوماته ووتل، چې اسماعیل خان هم دغو لمونځ کونکو کې شامل وو.

د پولیسو په خبره پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د هرات پولیسو ویاند په خبره برید ګر سپین ږیری سړی و.

" شاوخوا یوه نیمه بجه د هرات په پنځمه ناحیه کې کله چې ټول خلک له جوماته ووتل یو ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چوولي، چې الحمدالله چاته په کې زیان نه دی اوښتی. د برید هدف ښاغلی اسماعیل خان و. برید کوونکی زوړ سړی و او بشپړ مهارت یې نه درلود."

د نوموړي په وینا برید ګر ښايي په ځان پورې د تړلو توکو په چولو په سمه توګه نه پوهېده، چې بالاخره یوازې د ده د وژل کېدو لامل شول او بل چا ته په دغه پېښه کې زیان نه دی رسېدلی.

ورته مطالب