'افغان حکومت بشري حقونو ته پام نه دی کړی'

د انځور حقوق
Image caption پر دوشنبې (جنوري ۲۷) ملګري ملتونه د افغانستان بشري حقونو وضعیت ارزوي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، د افغانستان حکومت د بشري حقونو پر ژمنو عمل نه دی کړی او په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخلي.

په پام کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ارزونې په اړه پر راتلونکې دوشنبې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون غونډه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کولو په اړه د جدي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ د بشري حقونو د بېلابېلو سرغړونو سربېره دا غوښتنه هم کړې، چې افغانستان کې دې د ښځو حقونو ته ډېر پام وشي.

په کابل کې رسنیو ته د دغه سازمان د شنبې ورځې په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې له تېرو څلورو کالو راهیسې د افغانستان د بشري حقونو څارنه کوي، چې د سازمان د موندلو پربنسټ ناامني، اداري فساد، د حکومتي بنسټونو کمزوری جوړښت او د بودیجې کموالی په دې هېواد کې د بشري حقونو د ستونزو اصلي ریښې ګڼل کېږيږ

پر دې سربېره، "امنسټي انټرنېشنل" افغانستان کې د ولسي خلکو نه ملاتړ، د بې ګناه کسانو نیول، ربړول، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی، د بې ځایه شویو وضعیت او د اعدام حکم هم نورې ستونزې یادې کړې دي.

دغه بنسټ غواړي چې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون کاري وړتیا باید پیاوړې شي، کورني او نړیوال وسله وال بنسټونه بشري حقونو ته پام وکړي، د کورنیو او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیوله شي او افغان چارواکو ته لېږېدونکي بندیان له ربړونو وژغورل شي.

ورته مطالب