ولسمشر کرزي د امنیتي تړون پر اعلانونو نیوکه وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر حامد کرزي وايي تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې افغانستان ته د امنیتي تړون له بابته د سولې پر راتګ ډاډمن شوی نه وي.

ولسمشر حامد کرزي د یو شمېر رسنیو پر هغو اعلانونو کلکه نیوکه وکړه چې له مخه یې ګواکې افغان ولس له امریکا سره په سملاسي توګه امنیتي تړون لاسلیکول غواړي.

د افغانستان لويې څارنوالۍ دا چاره د دغه هېواد له قوانینو سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې یو شمېر بهرني بنسټونو د خپلو موخو لپاره د دغو اعلانونو مالي ملاتړ کوي.

خو د خبریالانو ځینې ټولنې وايي دا اعلانونه د افغانستان د ګټو ضد نه دي او زیاتوي چې د اعلانونو منځپانګه د مشورتي لويې جرګې پریکړه هم ده.

دوی وايي که خبره د ملاتړ وي نو په دغه هېواد کې د ډېر څه ملاتړ نړیوال کوي.

هغسې چې مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي ولسمشر حامد کرزي دا کار د بهرنیانو له خوا د ده د حکومت او ولس پر وړاندې اعلان شوې روانې جګړه وبلله.

ولسمشر حامد کرزي وویل داسې دود نشته چې متحدان دې له خپلو اړیکوالو سره داسې چلند وکړي.

د ولسمشر کرزي په وینا له دغو اعلانونو او خبرو سره بهرنیان افغان ولس ډارول غواړي او ان تر دې چې پانګوالو ته وايي چې له افغانستانه پانګې وباسئ ځکه چې په وینا یې راتلونکی یې ښه نه دی.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند بصير عزيزي وايي دغه راز اعلانونه د افغانستان له قوانینو سره په ټکر کې دي.

د نوموړي په وینا یو شمېر بهرني بنسټونه دي چې د خپلو موخو لپاره د دغه راز مصنوعي اعلانونو مالي ملاتړ کوي.

ښاغلي عزیزي وویل چې په دې برخه کې به قانوني چلند وشي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د رسنیو د څار بنسټ مشر صدیق الله توحیدي وايي دغه راز پيغامونه د افغانستان د ګټو په ضد نه دي.

نوموړي وايي دا خبره د مشورتي لويې جرګې په پریکړه لیک کې هم راغلې او که خبره د تمویل وي نو ټول افغانستان د بهرنیانو له خوا تمویلېږي.

د افغانستان او امریکا ترمینځ امنیتي تړون لاسلیکول یا نه لاسلیکول لا هم د افغانستان په رسنيو کې یوه توده موضوع ده چې دواړه خواوې په کې خپل پلویان او مخالفان لري.

د افغانستان سوداګرو او یو شمېر مدني ټولنو هم له ولسمشره غوښتي چې دا تړون لاسلیک کړي.

د مدني ټولنې يوې ډلې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د ملي شورا له لارې ولسمشر کرزي ته يو غټ قلم واستوه او دا پيغام یې ورکړ چې تړون دې لاسلیک کړي.

خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې افغانستان ته د امنیتي تړون له بابته د سولې پر راتګ ډاډمن شوی نه وي.

ورته مطالب