ځینې خصوصي رسنۍ د مالي کړکېچ په دام کې

Image caption یوازې په کندوز ولایت کې پنځه سیمه ییزې راډیوګانې له مالي ستونزو سره مخامخ شوې او ان د خپلو کارکوونکو د میاشتنۍ تنخوا د ورکړې توان هم نه لري.

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي رسنیو مشران وايي د مالي ستونزو له امله د پرځېدو له خطر سره مخامخ دي.

فرشته د کندوز ولایت د سیمه ییزې راډیو چراغ کارکوونکې ده چې هره ورځ د دغې راډیو له لارې څو خپرونې وړاندې کوي.

خو اوس هغه له څو میاشتو راهیسې په داوطلبانه او وړیا توګه له دغې راډيو سره کار کوي، ځکه چې چراغ راډیو هم ددې ولایت د نورو خصوصي رسنیو په شان له مالي ستونزو سره مخامخ ده.

ددغې راډیو بنسټګره او مشره ملالۍ یوسفي وايي مخکې تر دې یې د امریکا او جرمني د ولایتي بیا رغونې له ډلو ځينې پروژې ترلاسه کولې خو اوس ټولې پرې درېدلې دي:

''سږکال د راډیو وضعیت ډیر خراب دی او دا ځکه چې سږ کال موږ نه پروژه لرو او نه سوداګریز اعلانونه، زموږ اکثره کارکوونکي معاش نه اخلي او په افتخاري ډول کار کوي . زموږ اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، موږ ویره لرو چې زموږ د راډیو دروازه به بالکل بنده شي. موږ په لومړیو کې د پي آر ټي ، د امریکا سفارت او نورو مؤسسو له خوا ډېرې پروژې لرلې. خو کله چې زموږ له ولایته بهرنیان ووتل زموږ پروژې هم بندې شوې''.

Image caption دا مهال په افغانستان شاوخوا نوي تلویزیوني شبکې، یو سل او پنځوس راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي

دا یوازې د کندوز سیمه ییزې رسنۍ نه دي چې د ۲۰۱۴ کال له پیل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو له مالي ستونزو سره مخامخ کړې دي.

په کابل او یو شمېر نور ولایتونو کې هم خصوصي رسنۍ ورته ستونزه لري.

د خدمتګار ورځپاڼې پنځه میاشتې وړاندې د بودیجې د نه شتون له امله خپله وروستۍ ګڼه چاپ کړه او وتړل شوه.

د نی په ادارې کې د رسنیو د څار یا څانګې مشر صدیق توحیدي وايي که د رسنیو حالت ته پام ونه شي نو زیاتره به یې د خدمتګار ورځپاڼې له برخلیک سره مخامخ شي.

ښاغلی توحیدي په دې باور دی، چې د رسنیو د بازار موندنې برخه باید پیاوړې شي او خپله رسنۍ هم د له منځه تلو د مخنیوي لپاره ګډ پروګرامونه جوړ کړي.

دا مهال په افغانستان شاوخوا نوي تلویزیوني شبکې، یو سل او پنځوس راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي، چې د رسنیو د فعالینو په باور ښايي د روان میلادي کال تر پایه یو شمېر دغه رسنۍ د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ د کمېدو له امله خپلې خپرونې بندې کړي.

ورته مطالب