فیفا: له ښځینه نوماندانو سره توپیري چلند شوی

د انځور حقوق
Image caption د فیفا په رپوټ کې توپيري چلند، ویرول او امنیتي ننګونې د لویو ننګونو په توګه یادې شوي دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا په خپل یوه تازه رپوټ کې وايي د ولایتي شوراګانو ګڼ شمېر نوماندانې د نوم ثبتولو پرمهال له توپيري چلند او امنیتي ستونزو سره مخامخې وې.

دغه بنسټ وايي په ۳۴ ولایتونو کې یې د ولایتي شوراګانو د ۳۳۴ نوماندانو له ډلې، له ۲۷۲ ښځینه نوماندانو سره خبرې کړي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي چې نوماندانې د وسله والو مخالفینو او نارینه نوماندانو له خوا ګواښل شوي او د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو له خوا له توپیري چلند سره مخامخ شوې دي.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې وايي: "د ښځو د سیاسي حقونو ارزونه" تر سرلیک لاندې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا دغه رپوټ ښيي چې د نوم ثبتولو پرمهال نوماندانې له ډول، ډول ګواښونو او ننګونو سره مخامخ وې.

د فیفا په رپوټ کې توپيري چلند، ویرول، امنیتي ننګونې، له ځینو نوماندانو د دولتي ځواکونو او د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو پلوي د لویو ننګونو په توګه یادې شوي دي.

د فیفا ویاند فهیم نعیمي وايي د ښځینه نوماندانو ځینو نارینه سیالانو د ښځو پر وړاندې خنډونه رامینځ ته کول.

د فیفا په رپوټ کې راغلي چې یو شمېر امنیتي چارواکو په ځینو سیمو کې بې پرې نه وو.

د کابل ولایتي شورا لپاره نوماندې حمیدې وردګ بي بي سي ته وویل دا او ځینې نورې نوماندانې له امنیتي ننګونو سره مخامخې دي.

آغلې وردګ وايي ټاکنې لا نه دي پیل شوي چې امنیتي ګواښونه ورته کېږي که ټاکنې پیل شي نو دا ګواښونه به لا ډېر شي.

د هغې په ژبه همدا لامل و چې ځینو نوماندانو له فیفا سره خپلې اندیښنې شریکې کړې چې هغوی یې امنیتي ارګانونو ته ورسوي او د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي.

فیفا په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د ولایتي شوراګانو ډېر شمېر نوماندانې د کمېسیون له ځینو طرز العملونو او کاري دوده هم راضي نه وې.

د افغانستان دآزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له کورنیو چارو وزار ته غوښتي چې د ټاکنو په راتلونکو پړاوونو کې د ښځینه نوماندانو امنیت ته ځانګړی پام وکړي او له حج او اوقافو وزارته غوښتل شوي چې د یو شمېر ملا امامانو د هغه تبلیغ مخه ونیسي چې په ټاکنو کې یې د ښځینه نوماندانو د ګډون پرضد کوي.

فیفا دغه راز د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې د ولایتي شوراګانو د ښځینه نوماندانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیڅ ښځینه نومانده نشته خو د ولایتي شوراګانو د څه باندې درې زره نوماندانو په ډله کې ۳۳۴ ښځینه نوماندانې ټاکنو ته ولاړې دي.

ورته مطالب