۲۰۱۴: منفي خبرونه ځوانان له خپلو موخو نه شي اړولی

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي تر دېرش کلونو ټيټ عمر لري، چې یوه لویه برخه یې بې روزګاره دي.

افغان ځوان مشرانو خپله دویمه غونډه د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې له ګڼ شمېر ځوانانو سره جوړه کړه.

د د وی موخه په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د زمینو برابرول چې وکولای شي په هېواد کې د ځوانانو د راتلونکې په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

شاوخوا څلور سوو ځوانانو او پیغلو د ځوان مشرانو په غونډه کې ګډون کړی وو.

دوی د ځوانانو پر وړتیاوو، اقتصاد، ملت جوړونې، د ښځو وړتیاوو، سولې، امنیت، ښې حکومتولۍ او ګڼو نور موضوعاتو بحثونه وکړل.

جمیل دانش د افغان ځوان مشرانو له ډلې دی . هغه د ننګرهار د ځوانانو په غونډې کې اوس ځوانان تیار دي چې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې پراخه ونډه او اغېز ولري:

Image caption د ننګرهار ځوانان دا مهال له بې روزګارۍ، لیک لوست او یو شمېر نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په راتلونکې کې د هغوی د مشرتابه مخه نیسي.

''د ۲۰۱۴ کال په اړه منفي خبرونه ځوانان له خپلو موخو نه شي اړولی او دوی په خپلو وړتیاوو سره کولای شي په هېواد کې چارې سمبال کړي. ځوانان په راتلونکې کې مثبې لوري ته د ټولنې په بدلون کې مهم رول لوبولی شي''.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته تر دریو میاشتو لږه وخت پاتې دی، په دغه حساس وخت کې د خلکو اندېښنې د ۲۰۱۴ کال په اړه پارول شوي دي او تر څنګ یې نړیوالو خبري رسنیو د افغانستان د راتلونکې په اړه منفي خبرونه هم خپروي. چې خلک د حالاتو په کله یو څه بې باوره شوي دي.

د ننګرهار ځوانان دا مهال له بې روزګارۍ، لیک لوست او یو شمېر نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په راتلونکې کې د هغوی د مشرتابه مخه نیسي.

د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي تر دېرش کلونو ټيټ عمر لري، چې یوه لویه برخه یې بې روزګاره دي.

ورته مطالب