د بګرام ۳۷ بندیان دوو اونیو کې خوشي کېږي

د انځور حقوق
Image caption د يو شمېر افغانانو او بهرنيانو په ذهنونو کې داسې اندېښنې راوټوکېدې چې ښايي خوشي شوي زندانيان بيا له وسله والو سره يو ځای شي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي.

افغان چارواکي وايي د بګرام زندان هغه ۳۷ تنه بندیان چې د امریکا له خوا خطرناک بلل شوي تر اداري پړاونو وروسته په راتلونکو دوو اونیو کې خوشې کړي.

له دادرس سره بشپړه مرکه واورئ

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، د بګرام له زندانه د ۸۸ بندیانو له ډلې د ۳۷ تنو د خوشې کېدو تله خبر سره چې د افغان او امریکايي چارواکو د اختلاف لامل شوی، امریکاییانو یو ځل بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې دغه کسان خطرناک دي او د هغوی د خوشې کېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

امریکايي ځواکونه وايي د ۸۸ بندیانو له ډلې څلوېښت سلنه یې په مخامخ جګړو کې ونډه درلوده چې د ۵۷ تنو افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

همدا شان ویل شوي چې دېرش سلنه یې ۶۹ تنو امریکايي او ایتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو کې افغان حکومت له بګرام زندانه سلګونه زندانيان خوشي کړي او د يو شمېر نورو دوسيې تر څېړنو لاندې دي.

له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي د ۳۷ تنو له ډلې چې د خوشې کېدو خبر یې خپور شوی ۱۷ تنو یې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کولو کې ونډه درلوده. دغه راز ویل شوي چې دغو کسانو د جګړې پر مهال امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شا تګ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا پوځ په اعلامیې کې راغلي چې امریکا د دغو ۸۸ بندیانو په اړه کره شواهد وړاندې کړې دي او د افغان حکومت له خوا د هغوی خوشې کېدل یې په دغه هېواد کې د قانون پلي کېدو په برخه کې شاته تګ بللی دی.

خو د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو ارزونکې کميټه دغه شواهد او معلومات نیمګړي بولي او ټینګار کوي چې د شواهدو د نه شتون په حال کې به نور بندیان هم خوشې کړي

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په وروستیو کې د یوې دولتي کمیټې له خوا د بګرام له زندانه د افغان زندانیانو له ازادولو ننګه وکړ او زیاته یې کړه چې بمګرام د طالب جوړلو فابریکه ده

د يو شمېر افغانانو او بهرنيانو په ذهنونو کې داسې اندېښنې راوټوکېدې چې ښايي خوشي شوي زندانيان بيا له وسله والو سره يو ځای شي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي.

ورته مطالب