''د نشه يي توکو مبارزه سياسي اراده غواړي''

د انځور حقوق Getty
Image caption په غونډه کې د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، چین او ترکمنستان استازو ګډون کړی

افغان حکومت وايي له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سیاسي ارادې کلکه اړتیا ده.

افغان چارواکي ټینګار کوي د سیمې هیوادونه باید د نشه یي توکو تقاضا کمه کړي او له نشه یې توکو سره دې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ګډه همکاري لا پراخه کړي.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی هغې دوه ورځنۍ غونډې ته ورغلی چې د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې ده.

دا چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د نشه یې توکو کر او تولید مخ په زیاتیدو دی، همدې ستونزې د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو استازي اړ کړل چې دلته په کابل کې سره راغونډ شي او د دې ستونزې د حل لارو چارو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت په کوربه توب په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، چین او ترکمنستان استازي راټول شوي چې له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې همغږې او چټکې کړي.

دوی پر ګډه مبازره ټینګار کوي، خو داسې ښکاري چې افغان لوری په دې برخه کې د ځواکمنې سیاسي ارادې تشه احساسوي.

د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وزیر مبارز راشدي وايي نشه یې توکي په لومړي قدم کې یوه بشري ستونزه ده چې له ترهګرۍ سره نه شلیدونکي اړیکي لري.

ښاغلي راشدي زیاته کړه له دې نړیوالې ستونزې سره د مبارزې لپاره د سیاسي ارادې بیا نوي کولو ته اړتیا ده، او په دې غونډه کې تمه لري چې د هیوادونو له استازو دغه ډول ژمنه تر لاسه کړي.

افغان حکومت وايي په سیمه کې شاوخوا لس ميلیونه په نشه روږدي کسان شته چې له امله یې په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر او تولید بازار ګرم دی.

افغان حکومت له سیمې او ګاونډیو حکومتونو غوښتنه کوي چې په خپلو هیوادونو کې د نشه یې توکو تقاضا کمه کړي.

د افغان حکومت دا غوښتنه مې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د روسیې سفیر اندرې اویتسین مخې ته کیښوده:

''په دواړو برخو کې مبارزې ته اړتیا ده هم باید په هیوادونو کې نشه یي توکو ته تقاضا کمه شي او هم باید په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر او تولید مخه ونیول شي''.

له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي له دې دوه ورځنۍ غونډې تمه لري چې برخه وال يې له نشه یي توکو سره د جدي مبارزې په برخه کې تازه ژمنې تر لاسه کړي.

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت وايي د نړیوالې ټولنې مرستې باید داسې تنظیم شي چې ګټه یې نیغ په نیغه بزګرانو ته ورسیږي

دوی وايي هر هیواد باید په خپله برخه کې هڅې وکړي.

په هغو هیوادونو کې چې زیات نشه یې توکي کارول کیږي دې توکو ته د تقاضا کچه دې راکمه کړي.

او هغه هیوادونه چې له لارې یې افغانستان کې په نشه یې توکو کې کاریدونکي کیمیاوي مواد راوړل کیږي د هغو مخه دي ونیسي.

دوی له هغو هیوادونو هم په پولو کې د جدي او همغږو هڅو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې تولېدېدونکي نشه یې توکي یې له لارې نورو هیوادونو ته قاچاقیږي.

د رسمیي سرچینو د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې په ۲۰۶زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت دا کچه لوړه ښيي او زیاتوي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې باید داسې تنظیم شي چې ګټه یې نیغ په نیغه بزګرانو ته ورسیږي، ترڅو هغوی بدل کښت ته وهڅول شي.

ورته مطالب