کابل کې د وژل شوي لبناني مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو

Image caption د جنازې د سپارلو ځنډ د هغه کورنۍ هم قهرولې او لور یې د خپل پلار له افغان ملګرو غوښتي چې له عدلي طبه د هغې د پلار د جنازې په ایستلو کې مرسته ورسره وکړي.

په کابل کې د لبناني رستورانت د خاوند (کمال حماده) مړی تر یوې اونۍ ځنډ وروسته د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

هر ورځ د افغانستان عدلي طب ته ګڼ جسدونه د بېلابېلو کتنو او هویت د معلومولو په موخه وروړل کیږي.

په دې ډلې کې پر لبناني تورنا رستورانت د برید د قربانیانو جسدونه هم هلته وروړل شوي وو.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، هغه شان چې ددغه رستورانت د خاوند کمال حماده د کورنۍ غړي او دوستان وايي د کامل جسد شاوخوا یوه اونۍ هلته ساتل شوی دی، د هغه د جسد د لېږدولو لپاره د مرګ د تصدیق سند یا (ډید سرتیفیکټ) په کار وو چې له مخې یې په هوايي ډګر کې د جنازې لېږدلو ته اجازه ورکول کیږي.

د ښاغلي کمال لور د خپل پلار د جنازې لېږد د ځنډ په اړه په ځپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د پلار له دوستانو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو خبر دا ده چې د دغه لبناني د مړی د لېږد یوه اونۍ ځنډ لامل څه وو.

د افغانستان د عدلي طب د خدمتونو ادارې مشر فرید الله رحیق وايي دوی د اسانتیاوو له کمښته سره مخامخ دي:

''دغه کتنې چې ترسره کیږي هر یوه یې څو ساعتونو وخت غواړي، نو دلته تر لسو د ډېرو بهرنیانو جسدونه راوړل شوي وو او هر یوه یې دا غوښتنه درلوده چې جسد ژر وسپارل شي. موږ د کتنو لپاره دوه میزونه لرو، نو ژر به د کوم جسد څېړنې بشپړوو. دا نه شي کېدای چې د ۱۴ جسدونو کتنې په یوځل پر دغو دوو میزونو وکړو''.

د ښاغلي رحیق په وینا د عدلي طب ریاست د مړو د سند ورکولو تر څنګ د هویت د معلومولو او د قتل د بڼو په اړه هم ګڼې کتنې کوي.

خو له دې سره سره د لبناني وګړی کمال حماده خپلوان او دوستان په دې باور دي چې یوه اونۍ د هغه مړی ساتل د افغان حکومت لپاره د شرم خبر ده.

د هغو بهرنیانو جسدونه چې په افغانستان کې مري او یا هم وژل کیږي د افغانستان د روغتیا وزرات او. آر. ایم لېږدولو شرکت د هوکړه لیک له مخې د هغوی هېوادونو ته لېږدول کيږي او کورنیو ته یې ورسپاري.

ورته مطالب