د ځمکې په مدار کې د افغانستان سپوږمکۍ

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، د هېواد ۹۰ سلنه وګړي یې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستي او تر شل میلیون ډېر خلک ګرځنده تیلېفونونه کاروي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دغه هېواد به راتلونکې میاشت د ځمکې په مدار کې د سپوږمکۍ څښتن شي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، د مخابراتو وزارت او په فرانسه کې د 'یوتل ست' نړیوال شرکت ترمنځ هغه تړون لاسلیک شو، چې د افغان ست یو په نامه یادېږي.

له افغانستان سره د تړون له مخې پر دغې سپوږمکۍ ۲۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي، چې یوتل ست شرکت به په کې پانګونه وکړي.

د ځمکې په مدار کې د سپوږمکۍ په لرلو سره به افغانستان هغه هېواد وي چې لا هم د سیمې ځینې هېوادونه ترېنه برخمن شوي نه دي.

د دغه هېواد د وزیرانو شورا تېر کال فضا ته د سپوږمکۍ پر لېږد هوکړه وکړه چې وروسته بیا د مخابراتو وزارت په دې برخه کې کار پیل کړ.

تر دې وړاندې درو نړیوالو کمپنیو افغان حکومت ته په دې برخه کې وړاندیزونه سپارلی وو چې د څوارلسو میاشتو په تېرېدو سره یوتل ست شرکت د دغه تړون لپاره ومنل شو.

د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین وايي چې هېواد به یې په کال کې د دغې سپوږمکۍ له لارې پنځلس میلیونه ‌ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په وینا، د دغې سپوږمکۍ پر مټ کېدای شي چې په فضا کې مخابراتي، راډیويي او مخابراتي اړیکو په برخو کې مرسته وکړي.

د مخابراتو په برخه کې افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې تر اوسه تر سلو ډېر تلوېزیوني چینلونه جوړ شوي او د رادیوګانو شمېر هم تر ۱۶۰ پورې رسېدلی دی.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، د هېواد ۹۰ سلنه وګړي یې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستي او تر شل میلیون ډېر خلک ګرځنده تیلېفونونه کاروي.

په افغانستان کې پر مخابراتو خدمتونو دوه اعشاریه یو میلیارد ډالر پانګونه شوې، چې د افغانستان خزانې ته هر کال د مخابراتو له برخې تردوو سوو میلیونو ډالرو ډېره مالیه ورځي.

وړاندې د افغانستان د مخابراتو وزیر ویلي وو چې: ''اوس موږ فضا ته د دغې سپوږمکۍ د لېږلو پروژه پیلوو، البته دا څو پړاوونه لري، لومړی موږ غواړو چې موږ یو پیاوړی نړیوال شرکت پیدا کړو، امریکايي، فرانسوي، انګلیسي او ان اسیايي شرکتونه هم ډېره لېوالتیا ورسره ښيي. دا کار به پنځه تر شپږو میاشتو وخت نیسي، تشیال ته د دې سپوږمکۍ لېږل دوه – دوه نیم کاله وخت غواړي.''

اوسمهال يو ډېر شمېر افغان تلويزیونونه د بهرنيو هيوادونو له لارې خپرونې کوي، چې د چارواکو په وينا غوښن لگښت پرې راځي.

ورته مطالب