غزني کې موټربم برید څلور سرتېري وژلي

د انځور حقوق
Image caption له تېرو څو کلونو راهیسې غزنی ناامنه ولایت دی.

د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د یوه موټر بم پایله کې د ملي اردو او پولیسو څلور سرتېري وژل شوي. بل خوا د غزني په اندړو کې عملیات شوي، چې د چارواکو په وینا ۱۵ وسله وال طالبان پکې وژل شوي.

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی پخپل راپور کې وايي، اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي، چې د چارواکو په وینا، پنځلس ددولت وسله وال مخالفین په کې وژل شوي.

بل خواو، ددغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه موټر برید په پایله کې د ملي اردو او پولیسو څلورتنه وژل شوي.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یادو عملیاتو او موټر بم برید په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول.

هغه وویل نن سهار د غزني اندړو ولسوالۍ په اړوندو سیمو سه پای، تیلبه، او نرمي کلیو کې د ملي اردو، پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو او د ایتلاف د ځواکونو په مرسته ګډ عملیات ترسره شول.

هغه زیاته کړه دا عملیات لا هم دوام لري، چې تر اوسه په کې د وسله والو طالبانو پینځلس تنه وژل شوي چې څلور یې قومندانان دي.

هغه وویل، چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو ویلي، چې د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځاکون د یوه قومندان (سور) او د هغه مرستیال او څلور ساتونکي په یوه موټربم برید کې وژل شوي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اندړو ولسوالۍ یوه هوايي برید کې د دوی یو کس وژل شوی.

له تېرو څو کلونو راهیسې غزنی ناامنه ولایت دی.

ورته مطالب